تازه خبرونه

د حکومت ځینې کړی له آی اس آی، سپاه قدس او حقاني شبکې سره پټې غونډې جوړوي- نبیل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي شورا غړیو، سیاسي جریانونو او سیاستوالو پر حکومت د نیوکې غونډه په کندهار کې جوړه او په کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وویل، چې په حکومت کې ځینې کړۍ د پاکستان له استخاباراتو یا آی اس آی، سپاه قدس او حقاني شبکې سره پټې غونډې جوړوي او ملي حاکمیت په پام کې نه نیسي.

د افغانستان د ملي جبهې مشر انورالحق احدي وایي، په افغانستان کې ملي امنیت او شورای امنیت دنده څه نا څه اتیا سلنه په داخلي سیاست کې مداخله ده او دا له قانونه ښکاره سرغړونه ده.   

 په کندهار کې سیاسی جریانونو او سیاستوالو اصلي موخه د ولسی جرګې او ولسمشرې ټاکنې راتلونکې ټاکنې دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیر د ټاکنو د کمیسیونونو مدیران د ولسمشر اړوند کسان ګڼي او په ولسشمر تور لګوي، چې غواړي راتلونکې ټاکنې مهندسي کړي.

د افغانستان د ژغورنې ائتلاف غړی بشیراحمد ته ینج پر حکومت نیوکه کوي او وایي، چې حکومت یو ځل بیا غواړي ټاکنو کمیسیون د ځان په ګټه راوڅرخوي.

د نوموړي په وینا؛ ولسمشر غني غواړي افراد او اشخاص د ځان په ګټه راولي او یا یې لیرې کړي.           

دوی ټول ولسمشر او حکومت پر قوم او قبیله پالنه تورنوي او وايي، په دولتي ادارو کې حکومت د قومپالنې د  توطیو او دوسیو په جوړولو لګیا دی.

د ولسي جرګې  لومړی مرستیال همایون همایون وایي، ماته دا خبرې شوي، چې د دراني او غلجي مسایل را پورته کړئ. هغه څوک، چې د ولس په راس کې دی او داسې خبرې کوي؛ نو تاسې فکر وکړئ، چې د دې ملت راتلونکی به څه وي؟       

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

د کندهار په دې غونډه کې سیاسي جریانونو او سیاستوالو حکومت ته دوه میاشتې وخت ورکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مدیران بدل کړي؛ که نه پر پراخو مدني خوزښتونو به لاس پورې شي.

Trending

Exit mobile version