تازه خبرونه

د حکومت شپږکسیز پلاوی بې له دې چې طالبانو سیاسي دفتر سره وګوري، کابل ته ستون شو 

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۳۹۸)

د حکومت شپږ کسیز پلاوی چې دوحې ته استول شوی و، بې له دې چې د طالبانو د قطر له سیاسي دفتر سره اړیکه ونیسي، بېرته کابل ته را ستون شوې دې.  په همدې حال کې د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د ښه نیت ښودلو لپاره ټاکل شوې ده چې د دې شورا په مشرۍ یو بل پلاوی دوحې ته سفر وکړي.

همداراز د ملي امنیت شورا دفتر وايي، دوحې ته لیږدول شوي پلاوي له ځینو قطري او امریکايي چارواکو، او د ځینو نورو هېوادنو، له استازو سره د سولې د بهیر په راتلوونکو ګامونو خبرې اترې کړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ولې له دې پلاوي سره د خبرو ور خلاص نه کړ؟

حاجي دین محمد، د سولې عالي شورا مرستیال، ویلي چي څرګنده خبره وه چې طالبانو له دغه هیئت سره نه لیدل، دغه هیئت د امریکې او قطر په وینا تللې وو او هیڅ راز همغږي او اجندا یې نه لرله، یوازنې اجندا یې د بندیانو په اړه وه.

د ملي امنیت شورا د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان حکومت یو بل پلاوی دوحې ته نږدې راتلوونکې کې د ښه نیت ښودلو په خاطر لیږي. ولسمشرۍ ماڼۍ نده توانېدلې چې د سولې مرکچي پلاوی نهایي کړي، او دا بهیر له اختلافونو سره مخ شوې.

میرزا محمد کټوازی، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، داسې وایي:‎ “موږ خپل هیئت د شنبې پر ورځ نهایي او ولسمشر ته یې وړاندې کوو.”

بلخوا طالبانو خوشبیني ښکاره کړې چې افغانان په خپله کولی شي، خپل برخلیک وټاکي او په خبره یې، نور هېوادونه باید د افغانانو برخلیک ونه ټاکي.

د طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوس یې وخت را رسېدلی څو افغانان په خپل اختیار سره د هېواد په راتلوونکې او تلپاتې سولې پرېکړه وکړي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي: “هیڅ هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، او افغانان په آزاده فضا کې د خپلې راتلوونکې په هکله پرېکړه کوي، اوس د دې وخت را رسېدلی چېدا اصل پلی شي. نور لوري او ځواکونه دې زمونږ په هېواد کې د ناکامو او ناممکنو تجربو د ترسره کولو هڅه نه کوي. د افغانستان خلک دې په خپل اختیار پرېښودل شي، چې  د خپلې راتلوونکې په هکله پرېکړه وکړي.

Trending

Exit mobile version