تازه خبرونه
د امنیتي چارو په درشل کې، ۱۳۹۸ څرنګه یو کال و؟
افغان حکومت وايي چې دغه کال د طالبانو او داعش لپاره بد کال و، ځکه چې د هغوی د ځپلو لپاره په زرګونو عملیات ترسره شول.
په کال ۱۳۹۸ کې خونړي بریدونه، په لاندې ډول ویشل کیږي:
د حمل په لومړۍ په کابل کې د نوروز پر میله درې پرلپسې چاودنې وشوي؛ وژل شوي ۶، ټپیان ۲۳، مسولیت ناڅرګند.
د وري په دریمه په لښکرګاه کې د نوروز پر میله کې دوې چاودنې وشوي؛ وژل شوي ۳، تپیان ۳۱، مسوولیت طالبانو په غړه واخیست.
د وري په ۱۷مه په جلال آباد کې دوې چاونې وشوي؛ وژل شوي ۳، ټپیان ۲۰، مسولیت نا څرګند.
د غويي په ۱۸مه په کاونټرپارټ موسسه برید ترسره شو؛ وژل شوي ۹، ټپیان ۲۰، مسولیت طالبان ومانه.
د غبرګولي په ۹مه د مارشال محمد قسیم پوهنتون ترڅیرمه ځانمرګی برید وشو؛ وژل شوي ۶، ټپیان ۱۶، مسولیت د داعش ډلې ومانه.
د غبرګولي په ۱۰مه د کابل په نهمه حوزه کې موټر بم برید ترسره شو؛ وژل شوي ۴، ټپیان ۷، مسولیت طالبانو پرغاړه واخیست.
د غبرګولي په ۲۳مه په جلال آباد کې د پولیسو پر یو موټر ځانمرګی برید وشو؛ وژل شوي ۹، ټپیان ۱۲، مسولیت نا څرګند.
د چنګاښ په ۸مه د کندهار په معروف ولسوالۍ برید تر سره شو؛ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اته کسان ووژل شول او مسولیت طالبانو ومانه.
د چنګاښ په ۱۰مه د کابل په شپاړسمه حوزه کې برید وشو؛ وژل شوي ۴، ټپیان لسګونه چې یوپنځوس یې ماشومان و ټپیان شول، مسوولیت طالبانو پرغاړه واخیست.
د چنګاښ په ۱۶مه په غزني کې موټر بم برید ترسره شو؛ وژل شوي ۱۲، ټپیان ۱۷۹، مسولیت طالبانو منلې.
د چنګاښ په ۲۴مه د کندهار خاکریز پر لاره د ماین چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۹، ټپیان ۲۰، مسولیت ناڅرګند.
د چنګاښ په ۲۸مه د کابل پوهنتون مخې ته ځانمرګی برید ترسره شو؛ وژل شوي ۸، ټپیان ۳۳، مسولیت داعش ډلې منلې.
د زمري په ۳مه د کانونو وزارت پر یو موټر چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۱۱، ټپیان ۴۵، مسولیت طالبانو په غاړه واخیست.
د زمري په ۴مه د دایکندي په کجران ولسوالۍ برید وشو؛ وژل شوي ۱۰ پولیس، ټپیان ۷، مسولیت طالبانو منلې.
د زمري په ۵مه د غزني په آبند ولسوالۍ موټر بم برید شو؛ وژل شوي ۴ پولیس، ټپیان ۱۱ پولیس او ۸ ولسي وګړي، مسولیت طالبانو ومانه.
د زمري په ۶مه په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر ډله ئیز برید ترسره شو؛ وژل شوي ۳۰، ټپیان ۵۰، مسولیت ناڅرګند.
د زمري په نهمه د کندهار-هرات پر لوی لاره د ماین چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۳۴ ولسي وګړي، ټپیان ۱۷، مسولیت ناڅرګند.
د زمري په ۲۲مه وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۵ ملکي وګړي، ټپیان ۳، مسولیت ناڅرګند.
د زمري په ۱۶مه د کابل په شپږمه امنیتي حوزه موټر بم برید ترسره شو؛ وژل شوي ۱۸، ټپیان ۱۴۵، مسولیت طالبانو پرغاړه واخیست.
د زمري په ۲۷مه د کابل په لویدیځ کې د ودونو په تالار کې ځانمرګی برید شو؛ وژل شوي ۶۳، ټپیان ۱۸۲، مسولیت داعش ومانه.
د کابل په مکروریانو کې ځانمرګی برید وشو؛ وژل شوي ملکیان: وژل شوي ۱۰ عام وګړي او ۲ بهرني سرتیري، ټپیان ۴۲، مسولیت طالبانو منلې.
له بلې خوا، د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې په دغه کال کې یوازې پولیسو د وسلوالو مخالفینو پر ضد دوه زره او پنځه سوه عملیات ترسره کړي. که څه هم د افغان پولیسو تلفات پټ ساتل کیږي، خو تیر کال د دوی لپاره هم خونړۍ بلل شوې دې.
طارق آرین، د کورنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې د ۱۳۹۸ کال په اوږدو کې امنیتي قوا وتوانیدل چې ډیر ځایونه د طالبانو له ولکې څخه راخلاص کړي.
دغه کال کې یو شمیر ولسوالۍ د جګړو پرمهال د افغان پوځ او وسلوالو مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې، خو د ملي دفاع وزارت وايي چې څوارلس ولسوالې یې له طالبانو څخه بیرته نیولي دي.
فواد امان، د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند هم وایي چې یاد کال د طالبانو لپاره یو بد کال و.
د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه هم له بوږنوونکو ملکي تلفاتو سره مل و. د دغو بریدونو دوام په ولسمشر غني هم نیوکې ډيرې کړې. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په دغه کال کې په ټولیزه توګه یوولسو زرو ملکیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
شیر محمد کریمي، پخوانې لوی درستیز، وایي : “امنیتی ځواکونه باید له سیاسي مسایلو څخه لیرې ساتل شوي و”.
ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې په ختیځ کې یې داعش ته ماته ورکړې – دغه راز د سولې خبرې تودې شوې، جګړه یو څه سړه شوه او د لومړي ځل لپاره، ښکیلو لوریو په اووه ورځني اورکم، سلا وکړه. د آریانا نیوز موندنې ښيي چې د اورکم په دوران کې میلیونونه افغانۍ د افغان پوځ له مصارفو سپما شوې.