تازه خبرونه

د حکومت کابینې د تګ راتګ د بندیز طرحه تصویب کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په کابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د حکومت کابینې د تګ راتګ د بندیز طرحه تصویب کړه، چې سر له سبا پلې کیږي.  

د دې پلان له مخې؛ سر له سبا ؛ ټول ښوونځي، مدرسې، حمامونه او نور هغه ځایونه، چې خلک په کې ټولیږي تړل کیږي او ټولې دولتي ادارې به په کابل او ولسوالیو کې د درې اوونیو لپاره رخصت شي.

په کابل کې پر ګرځیدو محدودیت ولګول شو او سر له شنبې د وري له ۱۰به د لاندې بنسټونو او ځایونو فعالیتونه بند وي:

۱-د پارکونو په ګډون ټول تفریځایونه  

۲-ټول ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه او نورې دولتي او خصوصي تعلیمي موسسې

۳-ټول زیارتونه، سینګار ځایونه، حمامونه، حوضونه او د لوبو محلونه

۴-رستورانتونه به یوازې خواړه چمتو ګوي او دننه حق نلري، چې خواړه ورکړي

۵-د ودونو محفلونه، د فاتحې مراسم، غونډې او نورې عمومي ناستې  

۶-ټول ښاري دولتي او خصوصي بسونه او نور موټر، چې له څلورو زیات کسان لیږدوي.

۷-ولایتونو ته سفر او یا له ولایتونو څخه کابل ته سفر

۸-ټول پلورنځي د خوراکي او لومړنیو توکو له پلورنځیو پرته.

د عامې روغتیاوزیر فیروز الدین فیروز وایي: عامې روغتیا وزارت له بېړني حالت سره د مبارزې کمیټې ته وړاندیز وکړ، چې د تګ راتګ محدودیتونه وڅاري. دغه وړاندیز په کابینه کې تصویب شو او سرله سبا پلی کیږي.

د دې طرحې پر بنسټ لاندیني بنسټونه به خپلې هڅې او فعالیتونه په عادي ډول روان ساتي:

۱- روغتونونه او درملتونونه

۲- امنیتي خدمتونه

۳- کوم پلورنځي، چې خوراکي او طبي توکي پلوري.

۴-په ښار او ولسوالیو کې د عامې روغتیا وزارت له څانګو، د وسلوالو ځواکونو له منسوبینو او کابل ښاروالۍ پرته ټولې دولتي ادارې د درې اوونیو لپاره رخصت شوې.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي: له ټولو هېوادوالو غواړو، چې په دې اړه له مونږ سره همکاري وکړي.  

کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي، چې که څوک د دې طرحې مخالفت کوي؛ ور سره قانوني چلند کیږي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي محمد مسعود اندرابي ویلي، چې که له دې پرېکړې سرغړونه کیږي؛ کابل پولیس اړ دي، چې له نورو سکتورونو او امنیتي ډلې په مرسته دغه طرحه پلې کړي.  

 د کابل ښاروالۍ چارسمبالي احمد ذکي ویلي، چې له پولیسو سره به زمونږ هڅې او همکاري دا وي، چې د دغې طرحې له سرغړوونکیو سره به قانوني چلن کیږي او مخه به یې ونیول شي.   

کابل ښاریان پر ګرځیدو د محدودیت له کبله اقتصادي اندېښنې لري.

کابل ښاري محمد عمر محمدي وایي: هغه کسان، چې وس لري؛ ځان به قرنطین کړي او ملاتړ یې هم کوي، خو یو غریب او بیوسه یې له کومه کړي؟  

محمد الله نومي کابل ښاري څرګنده کړې؛ له دولته غواړو، چې نرخونو ته هم پاملرنه وکړي او څارنه یې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کوویډ – نولس یا کرونا ویروس پراختیا په تړاو اندېښنې ورځ تر بلې ډیریږي.

Trending

Exit mobile version