تازه خبرونه
د امنیتي سکتور چارواکو د مشرانو جرګې په ځانګړې ناسته کې ګډون ندی کړی
مشرانو جرګې د هېواد امنیتي حالت پر څېړلو ځانګړې ناسته تر سره کړه؛ خو د امنیتي سکتور مسوولین دې ناستې ته ورغلي نه ول.
له شاوخوا یوې میاشتې وروسته مشرانو جرګې فوق العاده ناسته د امنیتي ننګونو او د ملکیانو د تلفاتو په تړاو جوړه کړه، چې د امنیتي سکتور مسوولین پدې اړه خلکو ته سپیناوی وکړي؛ خو یاد مسوولین د ځواب ویلو لپاره حاضر نه شول او دې کار د مشرانو جرګې د غړیو بېلابېل غبرګونونه را وپارول.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په دې اړه ویلي: که څه هم ولسمشر امنیتي بنسټونو ته مکتوب لیږلی و، چې د مشرانو جرګې دې عمومي ناستې ته ورشي، خو هغوی د قانون درناوی ونکړ او ځانګړې امنیتي ناستې ته حاضر نشول.
د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع وايي، چې دا د ولسمشر سپارښتنه وه، چې ناستې ته راشي او د وروستیو ترورستي بریدونو په اړه خپلې څرګندونې وړاندې کړي؛ خو نه راتګ یې له قانون تېښته او مشرانو جرګې ته نه درناوی ښیي. بیا به پلمه جوړوي، چې د کرونا ویروس ګواښ دی او دا کار یې له شرمه ډک دی؛ ځکه، چې پوځیانو ته قرنطین نشته او باید خلکو ته کار وکړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وایي، امنیتي مسوولینو په یوه مکتوب کې مشرانو جرګې ته د نه ورتلو دلیل د کرونا وېروس ګواښ یاد کړی دی.
د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي، چې دوی تل له حکومت سره نږدې همکار پاتې شوي؛ خو په وینا یې حکومتي مسوولینو تل د ملت د دې کور په وړاندې بې پروایي کړې او له دې وروسته د دا ډول حالت دوام ورته د منلو ندی.