تازه خبرونه

د جګړې له کبله د ننګرهار له خوږیاڼو ۵۲ زره وګړي بې ځایه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د نښتو له کبله د ننګرهار له خوږیاڼو ولسوالۍ دوه پنځوس زره وګړي بې ځایه شوي او اجرائیه ریاست د دغو بې ځایه شویو له کورنیو سره د ۱۵ میلیون افغانیو، ۵۰۰ ټنه غنمو، ۱۵۰ ټنو وریجو، ۳۷۰ ترپالونه او بېلابېلو توکو د مرستې تابیا کړې ده.

په ننګرهارکې د داعش پرمختګ ګڼې کورنۍ د خپلو مینو برېښودو ته اړې کړي، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې په تېرو دوه میاشتو کې له خوږیاڼيو ولسوالۍ څخه دوه پنځوس زره وګړي بې ځایه شوي.

د وزیرانو شورا د دارالانشآَ رییس نصرالله ارسلایي ویلي، چې حکومتي ادارو ته لارښونه شوې، چې د خوږیاڼو بې ځایه شویو ته نغدې او خوراکي مرستې ورسوي.

په ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مشر عبدالبصیرسباوون وايي، د اجرائیه ریاست په لارښوونه د دغو مرستو د وېش لپاره به لومړی د اړمنو بې ځایه شویو کورنیو سروې ترسره شي او وروسته به پرې مرستې ووېشل شي.

د ننګرهار د کډوالو او راستنیدونکیو چارو رییس غلام حیدفقیرزی وايي؛ د سروې ډلو یې له اته زره ډېرې داسې کورنۍ مندلي، چې تازه له خوږیاڼو بې ځایه شوي. اوهم هره ورځ د سروې ۲۵ ډلې د بې ځایه شویو سروې کوي او دا شمېر هره ورځ لوړیږي.

مسوولین وايي، د بې ځایه شویو کورنیو له ډلې شاوخوا پېنځه زره کورنیو ته څه ناڅه لومړنۍ مرستې وېشل شوي. د مرستو ډېره برخه کورنیو او نړیوالو خیریه موسیسو کړې، چې تر ډېره مستحقو ته ورکول شوي؛ خو د حکومتي مرستو د وېش پرڅرنګوالي یو شمېر نیوکې راټوکولي او وايي، چې مرستې اړمنو ته نه رسیږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version