تازه خبرونه

د حکومت سیاسي مشران او امنیتي چارواکي دې دندې پریږدي- سیاسي ډلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل او ولایتونو کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته سیاسي ډلو د ملي وحدت حکومت له رهبرانو او امنیتي مسوولینو وغوښتل، چې دندې پریږدي.

د افغانستان ملي امنیت په ویب پاڼه کې، چې د دې ادارې د عملیاتو او لاسته راوړنو معلومات خپریږي؛ له نوامبر څخه د دوه زره اتلسم کال د جنورۍ تر اته ویشتمې پورې پر نورو عملیاتو سر بېره په کابل کې د یوه ځانمرګي برید د مخنیوي او د داعش د شبکې د یوې ډلې د نیولو یادونه کوي.

له بلې خوا سخت دریځي بیا توانیدلي، چې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ پر دروازه، پر انترکانتینیتال هوتل او په ننګرهار کې پر یوه بهرنۍ موسسه خونړي ډله ییز او ځانمرګي بریدونه کړي دي.

ملي امنیت وايي، چې په تېره اوونۍ کې یې ۱۹۰ کسان له ترهګرو سره د تړاو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم وايي، چې دوی په تېرو درې اوونیو کې د ۳۰ ځانمرګو بریدونو مخه نیولې ده.

سیاستوالو حکومت تر نیوکو لاندې راوستي، چې په چارو کې پاتې راغلي او د بېوسۍ له کبله یې په کابل او ولایتونو کې خونړي بریدونه تر سره شول.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رييس انوارالحق احدي ویلي، چې ملي وحدت حکومت د چارو په تر سره کولو کې ځانګړې ماته خوړلې ده. دوی باید دوه کاله مخکې له دندې ګوښه شوي وای؛ خو په پوره سپین سترګۍ یې دندې روانې ساتلې دي.  

که څه هم په پلازمېنه کابل کې د امنیت ساتنې لپاره د ملي امنیت، د پولیسو، کارنیزیون او د پوځ ۱۱۱ فرقه کار کوي؛ خو بیا هم کابل ښاریان د غم پر ټغر ناست دي.

د افغانستان د خلکو د محور غړی جعفر مهدوي ویلي؛ دوی د دې پر ځای، چې د بریدونو مخه ونیسي، سیاسي سیالانو ته دوسیې جوړوي.

پر امنیتي چارواکو نیوکې کیږي، چې خپلې دندې یې هیرې کړي او د روانو سیاسي لانجو پر ښه او بده اخته دي.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمیسیون ريیس هاشم الکوزی وایي، چې د دوی یوه خبره هم مونږ ته د منلو نه ده. باید استعفا وکړي؛ ځکه، چې د دوی د سیاسي بوختیاوو له کبله یو شمېر خلک راځي او خونړي بریدونه تر سره کوي.

امنیتي چارواکي د هېواد په دې کړکیچنو شرایطو کې له دندې لاس په سر کیدل د روانې ستونزې حل بولي او وايي؛ له ګڼو استخباراتي او سخت دریځو ډلو سره مخ شوي، چې ريښې یې له هېواده بهر دي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version