بلخ @ps

د سمنګان والي هم د ارګ پرېکړه رد کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سمنګان والي عبدالکریم خدام د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پر خپل مقام پاتې وي.

نوموړي دا هم ویلي، چې ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې والیان له دندې ګوښه او یا یې پر ځای بل څوک وټاکي.

تېره ورځ(د سلواغې ۲۸) د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لغمان، کندوز، میدان وردګ، سمنګان او لوګر ولایتونو ته د نويو والیانو له ټاکلو خبر ورکړ، چې تر دې دمه یوازې د سمنګان والي دغه پرېکړه رد کړې ده.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بادغیس پخوانی والي انورخان اسحاقزی د لوګر ، د فراه پخوانی والي داکتر شاه جهان د میدان وردګو، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کندوز، عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان د والي عبدالکریم خدام پرځای او محمد آصف ننګ د لغمان د والیانو په توګه ټاکلي وه؛ خو نن د سمنګان ګوښه شوي والي عبدالکریم خدام د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه رد کړه.

عبدالکریم خدام تېر کال د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی و، چې تېره ورځ له دندې ګوښه او پر ځای یې د ولسي جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمي وراره عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان والي په توګه وټاکل شو.

د سمنګان لیرې کړای شوي والي خدام ویلي، چې د ارګ پرېکړه نه منم او د خپل مرستیال داکتر ضیا په استازیتوب هم وایي، چې زه او داکتر ضیا به خپل کار روان ساتو؛ خو د جمعیت ګوند، د سمنګانو د خلکو او ترک توکمو پرېکړې ته په تمه یم، چې له دندې مو ګوښه کوي او که نه!

عبدالکریم خدام د جمعیت ګوند غړی او د عطاء محمد نور نږدې پلوي دی.

له دې مخکې د سمنګان والي مرستیال داکتر ضیاُ الدین ضیا هم د ولسمشر لخوا د یوه فرمان په ترڅ کې له دندې ګوښه شوی؛ خو هغه هم د ولسمشر فرمان ته سر ټیټ نه کړ او تر اوسه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

ښاغلی ضیا وايي، چې د ولسمشر غني فرمان یوازې په ارګ کې د چلښت وړ دی او په سنمګان کې د هغه فرمان نه چلیږي.

په همدې حال کې د سمنګان ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت ځيني وګړي د پخواني والي عبدالکریم خدام په ملاتړ را غونډ شوي دي.

د سمنګان ولایتي شورا غړی سید عبدالحلیم سادات وایي ، د دغه ولایت خلک به بل والي ته اجازه ورنکړي، چې دې ولایت ته راشي.

د سمنګانو د مردمې شورا رييس وایي، که له بي -۵۲ جګې یا ټیټې یا قول اردوګانې راځي، مونږ له خپل والي ساتنه کوو.

د افغانستان د جمعیت ګوند رییس او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په خپل فیسبوک کې څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د ښاغلي خدام د لیرې کولو په اړه دا ګوند خپل دریځ په ډاګه کړي.

ښاغلی رباني وایي، د سمنګان والي جناب عبدالکریم خدام د درناوي وړ، د جمعیت اسلامې د رهبرۍ غړی او د ترکمنو د محترم قوم پوه او تجربه لرونکی شخصیت دی.

دا دوه یم والي دی، چې د دې ادارې پرېکړه ردوي.

دوه میاشتې وړاندې ارګ د بلخ والي عطاء محمد نور هم له واکه ګوښه کړی؛ خو د دوه میاشتو په تېرېدو بیا هم نوموړی تراوسه د بلخ والي دی او د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجینر داود ته د کار موکه نه ده ورکړشوې.

وګورو، چې ښاغلي ابراهیمي به د کار موکه تر لاسه کړي او کنه؟!

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version