تازه خبرونه

د سولې عالي شورا طالبانو ته د وروستۍ پرېکړې ګواښ وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا وسلوالو طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې که د سولې وروستی وړاندیز ونه مني؛ نو په اړه به یې جدي تصمیم ونیول شي.

ملي وحدت حکومت د کابل پروسې په دوه یمه غونډه کې وسلوالو طالبانو ته د سولې داسې وړاندیز وکړ، چې له دې مخکې نه و، شوی. که څه هم تر اوسه وسلوالو طالبانو د ملي وحدت حکومت د سولې دغه وړاندیز ته په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، چې که طرحه رد شوې؛ نورې لارې شته، چې ګامونه پرې پورته شي او خلکو ته وروړاندې شو. اوس تر بل هر وخت له وسلوالو طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو شونتیا ډېره شوې ده.

وسلوال طالبان له شپاړس کلونو راهیسې په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو او افغان سرتېرو سره په جګړه کې ښکېل دي او له افغان دولت سره د سولې خبرو ته یې زړه نه دی ښه کړی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری هم وسلوالو طالبانو ته ګواښ کوي، چې که سوله ونه کړي؛ نو په وینا یې د جګړې په ډګر کې به یې نابود کړي.

ځینې په دې باوردي، چې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته حاضریږي؛ خو هڅه کوي، چې د زیاتو امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره په حکومت پوځي فشارونه ډېر کړي.

سیاسي کارپوه احمد شکیب منتظري طالبانو ته له امتیاز ورکولو پرته سوله ناشونې بولي او وایي، چې طالبان د ډېرو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره پر دولت فشارونه ډېروي.

افغان دولت له څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کوي؛ خو تر اوسه په رسمي توګه دغه خبرې نه دي شوي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version