تازه خبرونه
د سپوږمکۍ له لارې د افغانستان وروستۍ احصائیه نیمګړې ده- امرالله صالح
له سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مشورتي غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارې له نیوکو سره مخ شوې.
د روند سبز ريیس امرالله صالح وایي: هغه احصائیه، چې د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوې نیمګړې ده؛ ځکه په دې احصائیه کې د بدن حرارت حساب شوی او دا هم نه معلومیږي، چې د انسان د بدن حرارت دی او که د حیوان! د بېلګې په توګه غوا هم د یو رای ورکوونکي په توګه حساب شوې ده.
نوموړي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل، چې د دغې احصائیې له مخې د ټاکنو لپاره پلانونه ترتیب نه کړي.
ګډونوال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په وړاندې ستونزې جدي ګڼي او زیاتوي، چې که ستونزې حل نه شي، د شفافو ټاکنو تمه بیځایه ده.
ځینې نور اندېښنه ښيي، چې حکومت ښايي ټاکنې داسې تنظیم کړي، چې خپله بریا په کې یقیني کړي.
د حزب اسلامي د سیاسي کمیتې مسوول غیرت بهیر وايي، چې یو شمېر امنیه قومندانان او ولسوالان د ټاکنو په درشل کې ټاکل شوي دي.
هغه له حکومته وغوښتل، چې د ولایتونو او ولسوالیو په ادارو کې دې بدلونونه یقیني کړي.
نوموړی دغه راز له طالبانو غواړي، چې ټاکنو ته ستونزې جوړې نه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد وايي، چې له سیاسي ګوندونو او ښکېلو اړخونو سره تر سلا مشورو وروسته به د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو د ټاکنو مهال وېش اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیاله وسیمه بادغیسي وایي: د رای ورکوونکیو نوملیکنې بهیر به د روان کال د وري له ۲۵ پیل او د ثور تر ۲۳ به روان وي.
سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو وړاندیز وکړ، چې د ټاکنو له بهیره د سیاسي ګوندونو او څارونکیو بنسټونو استازیو ته د څارنې وړ شرایط برابر کړي او ټاکنې پخپل وخت تر سره کړي.