تازه خبرونه

د خلکو په وژلو کې پاکستاني، روسي او ایراني طالبان مهم رول لري- مسلمیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه سیمه ییزه اداره وایي، له درې ورځو راپدیخوا مرکزي حکومت ته مو د یوه پراخ برید په اړه خبر ورکړی و؛ خو د دغو درې ورځو په لړ کې حکومت فراه ته مرستندوی سرتېري نه دي استولي.

د مشرانو جرګي لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د ترهګریزو بریدونو له ډېریدو اندېښنه څرګندوي او وایي؛ حکومت نشي کولی، چې د هېواد وضعیت مدیریت کړي. د فراه موضوع د حکومتي مشرانو د بې کفایتۍ زېږنده ده او د دغو وینو د توئیدو مسوولیت لري. هغه کسان، چې خپل خوږ ژوند له هېواده ځاروي؛ د وزیر، وکیل او د حکومت د مشرانو بچي ندي، بلکې دا د خوارو او بېوزله خلکو وینه ده، چې توئیږي.

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي څرګنده کړې، چې: په فراه کې حالات دردوونکي دي او مخالفانو له خواوشا سیمو پر ښار پراخ بریدونه پیل کړي او ښاري سیمو ته دننه شوي هم دي. حکومت باید ژر تر ژره کوماندو او هوایي ځواکونه سیمې ته ولیږي، چې وضعیت بدلون وکړي.

د مشرانو جرګې غړي وایي؛ اجرائیه رییس په ډاګه کړې، چې کمکي او مرستندوی سرتېري په هغو سیمو کې، چې ورته اړتیا وې پخپل وخت نه رسیږي.

د مشرانو جرګې غړی لطف الله بابا وایي، په ټول هېواد کې بریدونه ډېر شوي او ډېري بریدونه د پاکستان لخوا پلانیږي او د دغه هېواد د غلامانو په واسطه عملي او افغانان وژل کیږي. د بشري حقونو ټولنې ولې چوپتیا غوره ګڼلې او د خلکو د وژنې په اړه، چې د بشریت او اسلامیت پر وړاندې تر سره کیږي، ولې نه دریږي.  

د مشرانو جرګې مشر ټینګار کوي، چې د افغانستان د خلکو په وژلو کې پاکستاني، روسي او ایراني طالبان مهم رول لري.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایي: اوسني طالبان، چې هڅه کوي خلک ووژنې او د ناامنیو لمن پراخه کړې، یوازې له پاکستانيو طالبانو سره نه، بلکې روسیې او ایرانيو هغو سره هم  تړلي دي.

د هېواد قانون جوړوونکي وایي، که د جګړې په مدیریت کې بنسټیز بدلون رامنځته نشي او هم د امنیتي ځواکونو ننګونې حل نشي؛ د هېواد امنیتي حالات به نور هم خراب شي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version