تازه خبرونه
د سولې کاروان په کابل کې د یوناما مخې ته خیمه ودروله
په هېواد کې د سولې او اوربند د ټینګولو لپاره د هلمندي ځوانانو پر نوښت جوړ شوي کاروان په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته درې ورځنۍ خیمه ودروله.
د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره دغه مدني خوزښت له هغې وروسته د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته خیمه ووهله، چې وسلوالو طالبانو د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ. دغه خوزښت، چې له هلمنده پیل او تر کابله یې پلې لار وهلې وايي، چې ملګري ملتونه باید لاس په کار شي او د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.
دغو کسانو په ډاګه کړې، چې ملګري ملتونه باید د هغو هېوادونو مخه ونیسي، چې نه پریږدي وسلوال طالبان او افغان دولت سوله وکړي.
د سولې خوزښت مشر اقبال خیبر وایي، چې د طالبانو تر منځ د اړوند هېوادونو سفارتخونې لاسوهنې کوي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي، چې د سولې میز ته راوړاندې او هېوادنۍ پرېکړه وکړي.
راټول شوي کسان وايي، چې د سولې وطن شموله ارمان لري او خپل حرکت به ټول افغانستان ته پراخ کړي.
د سولې کاروان غړی محمد موسی آزاد وایي: مونږ به د سولې د ټينګښت تر وخته خپل مدني حرکتونه روان ساتو.
د سولې کاروان یو بل غړی عبدالملک نومی وایي، چې مونږ له هلمنده تر کابله نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کړي؛ وېره او ستړیا نلرو او خپله لار تر سولې رسوو.
د سولې او اوربند د ټینګولو پر نیت د راپورته شوي خوزښت غړيو ویلي؛ دوی به د هغو هېوادونو سفارتخونو او استازولۍ مخې ته هم د اعتراض خیمې ودروي، چې ګومان کیږي، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د روانې جګړې د تودولو هڅې روانې ساتي.
خبریاله: دیانا صمدي