تازه خبرونه

د سلګونه زره هکتاره ځمکو د خړوبولو هڅې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اوبو او برښنا وزارت وایي؛ د کرنیزو محصولاتو د پراختیا لپاره د اته اویا میلیون دالرو پر ارزښت د اوبو کانالونه جوړيږي، چی سلګونه زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

د اوبو او برښنا وزارت مرستیال وايي؛ د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو بدخشان، کندوز، تخار، بغلان او بامیانو کې د ۲۱ کانالونو د جوړولو چاري پیل شوي او تر ۲۰۲۳ کاله به ګټې اخستنې ته وسپارل شي، چې نږدې ۷۴۵۰۰ زره هکتاره ځمکه پرې خړوبيږي.

د غه وزارت مرستیال عبدالبصیرعظمي وایي؛ مونږ غواړو، چي د کرني بهیر معیاري او خپلي اوبه هم مدیریت کړو. له دغه کاره زمونږ موخه داده، چې خپل کرنیز محصولات ډېر کړو.

د هېواد صنعتکارانو ټولنې مسوولینو ويلي، د اوبو او انرژۍ وزارت جوړیدونکي کانالونه به کرنیز محصولات ډېر کړي؛ خو دوۍ هیله څرکندوي، چي باید د معیاري بسته بندۍ او پروسس لپاره هم باید حکومت پاملرنه وکړي.

د سوداګرۍ خونې غړی جلال الدین سعید وایي، د نويو کانالونو له کیندلو سره به مو کرنیزې ځمکې، باغداري او محصولات ډېر شي؛ خو پروسس او دسته بندي يې هم جدي اړتیا ده.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چي که حکومت او سکتوري وزارتونه د کرنې وده او پراختیا غواړي؛ نو باید د شاړو ځمکو د زرغونولو لپاره کانال جوړولو ته پاملرنه راواړوي.

د اقتصادي چارو کارپوه ذبیح الله زیارمل وايي، چې د هېواد په کچه مو باید کرنیزو محصولاتو ته کار وشي؛ د دولتي او خصوصي سکتورونو پاملرنه دې د شاړو ځمکو خړوبولو ته راوګرزول شي.

د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د کانالونو په کیندلو کې د کرنې وزارت او نورې اړوند ادارې باید همغږې شي او خپلې دغه پروژې په پوره ډاډ تر سره کړي، چې د کرنیزو محصولاتو د بشپړې پراختیا لامل شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version