تازه خبرونه

د سولې پر وړاندې د فشار منونکی نیم- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د سولې پر وړاندې هیڅ ډول فشارنه مني؛ ځکه، چې په دې اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.

ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۰) جلال آباد ښار ته د خپل دوه ورځني سفر سفر پر مهال په شپږمه ناحیه کې د ختیځ زون زر بستریز روغتیایي کمپلکس د ډبرې له ایښودلو وروسته یې په یوه ولسي غونډه کې ګډون وکړ او ویې ویل، چې د سولې د مخنیوي په برخه کې هیڅ ډول فشار نه مني.

ولسمشر په ډاګه کړه، چې د سولې امکان ډېر دی؛ ځکه د جګړې لپاره هیڅ اسلامي مجاز نشته او د سولې په اړه یې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کړې ده.

ولسمشر په شفاف ډول د ټاکنو په ترسراوي هم ټنګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې که هر دولتي مسوول په ټاکنو کې مداخله وکړي د ګوښه کولو ترڅنګ به عدلي ادارو ته وروپېژندل شي او سخت به یې مجازات کړي.

ولسمشر د ننګرهار په اړه په څرګندونو کې وویل، دغلته د پولیسو بنسټونه بریالي نه دي.

هغه والي ته سپارښتنه وکړه، چې د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسوولین وارزوي او هغه، چې ناکاره دي؛ د کوښه کولو نوملړ دې ده ته وروسپاري. د غصب د مخنیوي لپاره یې والي ته د یوه باصلاحیته کمیسون د جوړولو امر هم وکړ.

ولسمشر د ننګرهارد ناامنیو په اړه وویل، په امنیتي برخه کې یې پراخ بدلونونه راوستي او نویو مسوولینو ته یې درې میاشتې وخت ورکړی، چې که بریالي نه شول له دندو به یې ګوښه کړي.

هغه د پروژو په اړه والي ته سپارښتنه وکړه؛ د نیمګړیو او هغو پروژو، چې ورته اړتیا ده یو نوملړدې له جزیاتو سره ارګ ته وسپاري.

ولسمشر به د دوشنبې د ورځې تر پایه په ننګرهارکې وي او دغلته به د بېلابېلو اقشارو سره غونډې او لیدنې ولري.

د یادونې وړده، چې ننګرهار ته د ولسمشر غني د لومړۍ ورځې د سفر پر مهال له غرمې وروسته په پښتونستان واټ کې ځانمرګي برید ګر لږ تر لږه ۳۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

Trending

Exit mobile version