بلخ @ps
د سمنګان په اړوند سیمه کې اعتراض کوونکیو د کابل– مزار لار تړلې
د هېواد په شمال کې د ګډو اعتراضونو لړۍ تر سمنګانه رارسیدلې او د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یې د کابل– مزار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
لاریون کوونکیو له دولته غوښتي، چې قیصاري دې ور خوشي کړي او د جنرال دوستم بیا راتګ ته دې زمینه برابره کړي او کنه په اړوند سیمو کې به دولتي او نادواتي هڅې په ټپه ودرول شي.
د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج هم منلې، چې اعتراض کوونکیو د کابل– مزرا لار تړلې او زیاتوي، چې حکومت تر دې دمه د دوی غوښتنې نه دي منلي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ روان اعتراض پېنځمې ورځې ته راغزیدلی؛ خو حکومت نه د قیصاري د خلاصون او نه هم د جنرال دوستم د بېرته راتګ په اړه څه ويلي دي.
هغه دغه راز په ډاګه کړې، چې اړوند لار یوازې د ناروغانو او ناروغ لرونکیو پر مخ خلاصه ده؛ خو دولتي نقلیه وسایط او تجارتي موترو ته پرې اجازه نه ورکول کېږي.
د جنبش سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري، چې په فاریاب کې د دوستم استازی، د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د ځايي پاڅونوالو مشر و؛ تېره اوونۍ د حکومت له لوری ونیول شو او په کابل کې تر امنیتي څېړنو لاندې دی.
محمد محقق د جمعې پر ورځ د بلخ په چارکنت ولسوالې کې له خلکو سره کتلی. هغه د یو شمېر وزیرانو او جنرالانو پر ګوښه کولو هم نیوکه کړې ده. د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې د پخواني وزیر محاکمه نمایشي بللې او وایي دا د افغانستان په تاریخ کې د هزاره ګانو محاکمه ده او زیان لري.
هغه دغه راز د جنرال عبدالرشید دوستم د راستنیدو او نظام الدین قیصاری د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده .
د جنبش ګوند سلګونه ملاتړیو په سرپل کې هم لاریون وکړ. دوی د ترکستان بیرغ له ځان سره لیږداوه او ګواښ یی وکړ، چې که یی غوښتنې ونه منل شي د سویلي ترکستان په نامه به خپلواک هېواد اعلان کړي . لاریون والو د ولسمشر او اجرائیه رییس عکسونه هم څیرې کړل.
له سهاره تر ۱۲ بجو له ښوونځیو، درملتونو، رستورانتونو او نانواییو پرته نور دوکانونه او ځینې دولتي ادارې تړل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د قیصاري پلویانو د آقینې بندر له تړلو وروسته د کابل– مزار لویه لار د جنبش او جمعیت پلویانو د ترافیکو پر مخ تړلې او دادی د سویلي ترکستان د جوړولو غږ هم پږورته شو.
دمکړۍ سلګونه موتر د شمال پر لویه لار د تګ راتګ په تمه ولاړ دي.