تازه خبرونه

د خپلو په ډزو کې یو امریکایي وژل شوی او دوه ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې منلې، چې یو امریکایي سرتېری د خپلو په ډزو کې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ناتو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د پېښې د څرنګوالي او ځای په اړه څه نه دي څرګند شوي؛ خو یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې، چې پېښه د روزګان ولایت د ترینکوټ په هوایي ډګر کې رامنځته شوې ده.

تر دې دمه د اصلي بریدګر هویت په ډاګه شوی ندی؛ خو داسې ویل کیږي، چې برید کوم افغان سرتېري کړی او دا هم معلومه نده، چې سرتېری نیول شوی او کنه.

طالب ویاند احمدي په خپل تویت کې ویلي، چې دا برید پرون شنبه (د چنګاښ ۱۶) مازیګر ناوخته د یوه افغان سرتېري له لوري د روزګان د مرکز ترینکوټ په هوايي ډګر کې تر سره شوی، چې  په کې ۴ امریکايي عسکر وژل شوي او ۲ نور زخمیان دي؛ خو دی هم د بریدکوونکي د مرګ و ژوند په اړه څه نه په ډاګه کوي.

Trending

Exit mobile version