تازه خبرونه
د امنیتي ځواکونو تلفات، د امنیتي بنسټونو د بې غورۍ پایله ده
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امنیتي ځواکونو د وژنو پر مرکزونو اوښتي او حاضر هم نه دي، چې ځواب ووایي.
دا په داسې حال کې ده، چې ناامنیو خلک ستړي کړي او حکومت د خلکو د امنیت خونديتوب مسوولیت لري؛ خو امنیتي مسوولین او حکومت د خلکو د امنیت ساتنې په وړاندې بې پروا او بې غوره دي.
که څه هم ولسي جرګې امنیتي مسوولین د ناامنیو او لوړو تلفاتو له کبله د ځواب ویلو لپاره غوښتي وه؛ خو دوی عمومي ناستې ته حاضر نه شول، چې د ولسي جرګې د غړیو غصه یې را وپاروله.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازی عبدالرحیم ایوبي وایي، چې: کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د پروګرام د نلرلو له کبله د امنیتي ځواکونو د وژنو پر مرکزونو بدل شوي؛ خو هیڅوک یې حاضر نه دي، چې ځواب ووایي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنیتي چارواکو چوپتیا غوره ګڼلې؛ خو خلک باید له روان ناورینه وژغورل شي.
په ولسي جرګه کې د نورستان استازی احمد الله موحد وایي، چې: حکومت پر خوله لاس ایښی. کله، چې د حکومت امنیتي مشران راشي؛ وایي، ناسته دې پټه تر سره شي. د حکومت بې کفایتي او ناسم مدیریت د دې سبب دی، چې په هېواد کې خلک ووژل شي.
د ولسي جرګې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وایي: د غوره رهبرۍ او د خلکو د ډاډ نشتوالي هېواد اوسني ناورین ته رارسولی دی. حکومت باید د حالاتو د ښه کیدو هڅه وکړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلی او خلک د دې وضعیت په تړاو اندېښمن دي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د ناامنیو دوام خلک ستړي کړي؛ که حکومت نوې جنګي تګلاره د امنیت ساتنې لپاره په پام کې ونه نیسي، خلک به د نظام په وړاندې ودریږي.
خبریال: رفیع صدیقي