تازه خبرونه
د سولې ولسي حرکت خپله خیمه د اروپايي ټولنې مخې ته ودروله
د سولې ولسي حرکت د بریتانیا د سفارت له مخې خپله خیمه ټوله کړه او د اروپايي ټولنې مخې ته وغوړول شوه؛ دوی په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر ته د هغو انځورونو ټولګه هم وسپارله، چې په افغانستان کې له روان تاوتریخوالي دردناکې کیسې په ډاګه کوي.
د سولې ولسي حرکت مخکښانو اروپايي ټولنې ته د افغانستان د روان تاوتریخوالي زړه بوږنوونکي او غونی ځیږوونکي انځورونه وسپارل او غوښتنه یې وکړه، چې په افغانستان کې د سولې لپاره جدي هڅې تر سره کړي.
د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وايي، چې د پاکستان او ایران سفارتونو د دوی اعتراضونه بابیزه وګڼل او هیچا یې غږ نه دی اوریدلی.
ښاغلی خیبر زیاتوي، که یې سوله ییزو غوښتنو ته څوک پام ونکړي؛ نو د هغو سفارتونو دروازې به وتړي، چې د افغانستان په جګړه کې پرې د ښکېلتیا او لاسوهنې ګومان کیږي.
د سولې د ولسي حرکت غړي څه باندې یوه میاشت مخکې له هلمنده کابل ته پلي راغلي او د هغو سفارتونو مخې ته یې خیمې ووهلې، چې ګومان کیږي د افغانستان په سوله او جګړه کې مهم رول لري.
دغه حرکت له دې مخکې د پاکستان، ایران، امریکا او بریتانیا سفارتونو مخې ته د سولې خیمې وهلې وې.