تازه خبرونه

د انډونیزیا په زلزله کې نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د انډونیزیا چارواکو په ډاګه کړې، چې د تېرې ورځې په سهارنۍ زلزله کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان دي.

په اندونیزیا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي: دغه زلزله، چې ژوروالی یې په ځمکه کې لس کیلومتره ښودل شوی؛ ځواک یې د رښتر ۷ درجې و، چې نه یوازې یې سیاحتي جزیره لومبوک پوره لړزولې، بلکې ټکانونه یې په بلې سیاحتي جزیره بالي کې هم احساس شويدي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې دې زلزلې ډېر مالي زیانونه هم رامنځته کړي دي.

اړوند ادارې زیاته کړې، چې په زلزله ځپلې سیمه کې برېښنا پرې شوې او مرستندویه چارې له ستونزو سره مخ دي.

دغې ادارې دا هم ویلي، چې د زلزلې د قربانیانو شمېر کیدی شي له دې هم ډېر شي؛ ځکه، چې ژغورونکې ډله یو شمېر سیمو ته نده رسیدلې.   

Trending

Exit mobile version