بلخ @ps

د سولي ولسي کاروان د بغلان دوشي ولسوالۍ ته ورسید

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولي ولسي کاروان غړي په داسې حال کې د بغلان دوشي ولسوالۍ ته رسیدلي، چې روغتیایې وضعیت یې ښه ندی.

د سولې غوښتنې ولسي کارون، چې د سولې د ټینګښټ په موخه د سولي د پيغام د رسولو او د قومونو د یوځاي کولو لپاره پلي بلخ ته روان شوي؛ نن د بغلان دوشي ولسوالۍ ته رسیدلي دي.

د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه یوځاي شوي سوله غوښتونکي ټینګار کوي، چې د سولي د پيغام رسولو او د خلکو د یوموټي کولو په موخه بلخ ته سفر کوو؛ خو نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره هڅه نده کړې.

د سولي د ولسي حرکت غړی فهیم الله شهاب وایي، چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره باید نړیواله ټولنه هر اړخیزه هڅه وکړي.

نوموړی زیاتوي؛ جګړه بهرنیو پیل کړې، خو بهرني یې پای ته نه رسوي. مونږ اړ یو، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړو او له ښکېلو خواوو سوله وغواړو.

د سولي ولسي کاروان غړی زمری ځلاند وایي، زمونږ هیله سوله ده. د همدغې موخې لپاره مو حرکت پیل کړی او غواړو، چې خلک راټول کړو او د قومونو تر منځ درزونه له منځه یوسو.

د دغه حرکت غړي، چې په پام کې لري ر مزار شریفه اوږده لاره پلې ووهي؛ روغتیایې وضعیت یې ښه نه دی.

د سولي ولسي کاروان ویاند بسم الله وطندوست وایي، چې د سالنګونو لار ستونزمنه وه؛ له ۴۵ کیلومترو ډېره لار مو پلې ووهله. یو شمېر مو د بستر ناروغان شول او پښې مو هم تڼاکې دي؛ خو خپل مزل تر سره کوو.     

د سولی ولسي کاروان غړی احمدزی صدیقي د ولس پر راټولیدو ټینګار څرګند کړ او وایي، چې د ولس په وړاندې هیڅوک خنډونه جوړولی نشي. ولسونه باید راټول شي او د سولې غوښتنې راپورته کړي.         

د سولي ولسي کاروان غړي له هلمند څخه پلي کابل ته راغلي، څه خلک ورسره په لاره کې یوځای شوي او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو او د ملګرو ملتونو د سازمان د دفتر مخې ته د تحصن خیمې له درولو وروسته شمالي ولایتونو ته یې د سفر نیت وکړ او په افغانستان کې د سولې تر ټینګیدو پورې د خپل حرکت پر روان ساتلو ټینګار کوي.

Trending

Exit mobile version