تازه خبرونه
د حکومت مشرانو او سیاسیونو د سولې په اړه له زلمي خلیلزاد سره خبرې کړي
د افغانستان ولسمشراشرف غني تېر ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سره ولیدل.
دغه راز په دې کتنه کې، چې په دلګشا ماڼۍ کې تر سره شوې، د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړیو دولتي چارواکو برخه درلود.
دواړو لوریو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تامین پر لارو چارو بحث او خبرې کړې دي.
ولسمشر غني په دې کتنه کې د سولې بهیر د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د خوندیتوب په موخه د افغان دولت له هڅو ډاډ څرګند کړ.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړی استازی ښاغلی خلیلزاد کابل ته راغلی او د ماموریت موخه يې د سولې لپاره له طالبانوسره خبري دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، کابل او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر د موخې په اړه څرګندونې کړي او څرګنده کړې یې ده، چې: سوله یو سپیځلې بهیر دی، چې په کې د امریکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی له طالبانو او افغان حکومته وغوښتل، چې د سولې خبرو لپاره خپل واک لرونکي سړي غوره او ګډې خبرې ژر پیل کړي.
خلیلزاد دا هم ویلي، چې د سولې بهیر د چټکولو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت له پنتاګون او سپینې ماڼۍ سره ګډ کار کوي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي، چې د سولې په اړه د امریکا هڅه او ټینګار نړیوال ملاتړ لري او اړوند بهیر غزولی شي.
زلمی خلیلزاد تېره ورځ ماښام مهال کابل ته رارسیدلی او غواړي د قطر په ګډون اسلام آباد، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته هم د سولې پر بهیر د خبرو اترو لپاره سفرونه تر سره کړي.
د یادونې وړده، چې زلمي خلیلزاد نن سهار د افغانستان د حراست شورا له مشر عبدرب رسول سیاف سره هم سولې ته د رسیدو په اړه خبرې اترې کړې دي.