تازه خبرونه

د سولې بېړني ګامونه به مو تېرو دورو ته ستون کړي- الهام عمر هوتکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون رييس وايي، چې د سولې لپاره بېړني ګامونه به هېواد تېرو دورو ته ستون کړي.

د ملي تدارکاتو د ادارې ريیس الهام عمر هوتکي په باور؛ یو شمېر کسان هڅې کوي، چې له ضمانت پرته لنډمهالې سوله ټينګه کړي، چې له کبله به یې د اووه لس کلونو لاسته راوړنې نه یوازې وګواښي، بلکې د ښځو حقونه به هم د له منځه وړلو له خطر سره مخ کړي.  

په کابل کې د میرمنو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د الفا په نوم په پېنځه ورځنۍ غونډه کې د تدارکاتو د عمومي ادارې رييس ویلي؛ حکومت په پام کې لري، چې تر دوه زره یویشتم کال پورې په حکومت کې د میرمنو ونډه په بیسارې توګه ډېره کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ريیس نادر نادري هم ټينګار وکړ، چې د سولې په بهیر کې باید د ښځو رول او ونډه له پامه ونه غورزول شي.

د هغه په باور د څو کسانو د لنډمهالې سولې هڅې د ګټې په ځای زیان پېښوي.

غونډې ته راغلې میرمنو ويلي، چې د وړتیاوو د لوړولو لپاره دا ډول غونډې ګټورې دي.

په تېرو څو کلونو کې افغان میرمنې تر یوه بریده د دولت په اډانه کې فعاله شوې او پر دې سربېره یې په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي چارو کې هڅې کړې دي؛ خو په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې افغان میرمنې اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version