تازه خبرونه

د سولې مشورتي بورد او د سولې عالي شورا موازي بنسټونه ندي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر ویلي؛ د سولې مشورتي بورد، چې د جوړیدو په حال کې دی، له سولې عالي شورا سره موازي بنسټ ندی.

د افغانستان ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د سولې عالي شورا له غړیو سره په چهار چنار ماڼۍ کې ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي، قاضي محمد امین وقاد او اصیلا وردک د نورو په استازیتوب خبرې کړې دي.

دغو استازیو له سولې عالي شورا څخه د ملاتړ او د سولې مشورتي بورد د جوړولو په برخه کې د ولسمشر غني له هڅو د مننې ترڅنګ، د یادې شورا د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړي دي.

ولسمشر غني ویلي، چې، زمونږ بحثونه او مشورې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته د چمتوالي په خاطر دي.

هغه دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې، مشوره زمونږ په دین او فرهنګ کې مهم اصل دی او په هر ملي کار کې مشوره کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر د یو شمېر ولایتونو د قومي مشرانو، سیاسي استازیو او د یو شمېر مدني بنسټونو له ځوانانو او میرمنو سره د مشورو او معلوماتو شریکولو ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې هم له اړوند بنسټونو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې روانې ساتلې دي.

Trending

Exit mobile version