تازه خبرونه
د سولې سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو
د ولسمشر د فرمان له مخې؛ ښاغلی محمد عمر داوودزی په سیمه ییزو چارو کې د سولې لپاره د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د محمد عمر داوودزي ټاکل د اساسي قانون د ۶۴ مادې له مخې له رتبې څخه په پورته بست کې منظور دي او نوموړی کولی شي د ملي امنیت شورا په ناستو کې هم ګډون وکړي.
ښاغلی محمد عمر د یادو دندو تر څنګ د سولې عالي شورا د دارالانشاه دنده هم تر سره کولی شي.
له ده مخکې د سولې عالی شورا د دارالانشا مشر داکتر اکرم خپلواک و، چې څه نا څه یوه میاشت مخکې یې لدې دندې استعفا کړې وه.
ښاغلی داوودزی پر ۱۳۳۶ لمریز کال د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ زېږېدلی او د کابل پوهنتون په انجنیري پوهنځي کې یې لوست پیل کړ. په ۱۳۵۸ کال کې د شوروي اتحاد د سره پوځ له یرغل سره هممهاله د مجاهدینو لیکو ته وردننه شو. د مجاهدینو له بري وروسته انګلستان ته کډوال شو او په ۱۳۷۰ کال کې یې د منچستر په ښار کې د ویکتوریا له پوهنتون څخه د کلیو د پروګرام د مدیریت په برخه کې مافوق لیسانس/ ماستري تر لاسه کړه.
پر ۱۳۹۰ کال په پاکستان کې د افغانستان سفیر شو او په ۲۰۱۳ کال کې د افغانسنتان د کورنیو چارو وزیر و.