تازه خبرونه
د سولې لپاره به ولسمشریزې ټاکنې ونه ځنډول شي- عبدالله عبدالله
اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وايي، چې د سولې لپاره به ولسمشریزې ټاکنې ونه ځنډول شي او پخپل وخت به ترسره شي.
له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په پايغونډه کې اجرائیه رييس عبدالله عبدالله وویل، چې د سولې په راتلو به د هېواد ټول وګړي او په ځانګړي توګه میرمنې له کړاوونو راووځي.
د هغه په وینا؛ د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو لپاره هیڅ طرحه نشته او ټاکنې به د وري پر یو دېرشمه ترسره کیږي.
اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله څرګنده کړې، چې که د سولې په خبرو کې تر لاسه شوي پرمختګونه بابیزه وګڼل شي؛ بې ثباتي به دوام پیدا کړي.
هغه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو اعلان هم مهم وباله او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون یې وغوښتل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي هم ټټر وهي، چې ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي او ټينګار کوي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو اعلام ته چمتو دي.
ټاکل شوې، چې ولسمشریزې ټاکنې د وري میاشتې پر یو دېرشمه تر سره شي؛ خو د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ستونزې د خلکو لپاره اوس هم د اندېښنې په توګه پخپل ځای پاتې دي.
خبریاله: افسون محمدي