تازه خبرونه

د سولې مشورتي بورد او حکومت د سولې څرګنده تګلاره نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تر اوسه د سولې مشورتي بورد له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره څرګنده تګلاره نلري؛ خو له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره به د لارې نوې نقشه جوړه کړي.

د  سولې مشورتي بورد غړې صدیقه بلخي پرته لدې، چې خبره شوې وي د سولې په مشورتي بورد کې یې غړیتوب اخیستی دی. اوس وایي، تر اوسه دغه بورد هیڅ ناسته نده تر سره کړې؛ خو د فعالیت له پیلیدو سره به یې د سولې خبرو د پر مخ بیولو لپاره نوې اډانه او تګلاره جوړه شي.

نوموړې د بورد د ژر تر ژره فعالیدو هیله وښوده او زیاتوي، چې لدې سره به د سولې بهیر لار روښانه شي؛ ځکه تر دې دمه دغه بورد د سولې څرګنده تګلار نلري.

دغه بورد هیله لري، چې د سولې خبرې به یوې نتیجې ته ورسیږي او په پای کې به د طالبانو په حضور کې نوی نظام جوړ شي.

د ملي امنیت شورا وایي، طالبان نشي کولی د جګړې له لارې سیاسي واک تر لاسه کړي او د شخړې د پای یواځینۍ لار د سولې خبرو ته د طالبانو حاضریدل او د اوسني نظام او اساسي قانون په اډانه کې تنظیمیدل دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب طالبانو ته سپارښتنه کوي، چې د افغانانو تر منځ د سولې هر اړخیزې هڅې روانې دي. طالبان باید د سولې تاریخي فرصت ضایع نکړي؛ ځکه د جګړې له لارې نشي کولی سیاسي واک تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړې؛ له طالبانو سره جګړه شدیده شوې او له هغو کسانو سره به هم حساب و کتاب وشي، چې پر سوله باور نلري.

حکومت د سولې مشورتي بورد جوړ کړی او د ارګ په وینا، له طالبانو سره د مخامخ خبرو واک لري؛ خو طالبانو تر اوسه له حکومت سره د سولې خبرو د پیل لپاره شین څراغ ندی ښکاره کړی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version