تازه خبرونه
د حکومت له مرکچي پلاوي سره د طالبانو نه کتل تېروتنه ده- خلیلزاد
په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې؛ طالبان تېروتل، چې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره یې ونه کتل.
نوموړي ویلي، چې طالبان حاضر نه شول په ابوظبي کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره وګوري.
هغه وایي، د طالبانو دا عمل یوه تېروتنه وه او دې ډلې ته به تاوان ورسوي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې؛ امریکا د دې پلوي نده، چې په افغانستان کې اسلامي امارت جوړ شي او د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو په تړاو بحث هم ردوي.
هغه دا هم ویلي، چې یو شمېر کسان، چې معلومات نلري؛ بیړه کوي او له تېروتنې ډک پوهاوی رامنځته کوي. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې بشپړ پرمختګونه راغلي او دا معاملې ته نه وړاندې کیږي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې طالبانو ته یې د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی و؛ خو طالب پلاوي ورته ویلي، چې په دې اړه به له خپلو مشرانو سره وګوري او اوس د پرېکړې واک نلري.
د ښاغلي خلیلزاد د څرګندونو له مخې امریکا د طالبانو او افغان حکومت د ګډې ناستې غوښتونکې ده.
د نوموي په وینا؛ د طالبانو سره کرښه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دي.
هغه په ټوله کې د اوبوطبۍ ناسته ګټوره وګڼله او وایي، چې اړوند هېوادونو د سولې د رامنځته کیدو لپاره ډاډمنې هڅې تر سره کړې.
دا په داسې حال کې ده، له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد درې ورځنۍ خبرې پرون په ابوظبۍ کې پای ته رسیدلې دي او نوموړی کابل ته راغلی او د سفلرونو پر پایلو له افغان مشرانو سره غږیږي.