تازه خبرونه
د سولې عالي شورا په څلوردېرش ولایتونو کې د خپلو ولایتي دفترونو کارونه ځنډولي دي
د سولې عالي شورا په څلوردېرش ولایتونو کې د خپلو ولایتي دفترونو کارونه د غوره سمونونو د راوستو لپاره ځنډولي دي.
د تازه راپورونو له مخې؛ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ لیدل کیږي؛ خو د سولې عالي شورا د ولایتي دفترونو د منحل کولو پرېکړه کړې ده.
هغه مکتوب، چې د سولې عالي شورا د دارالانشا د رییس عمر داوودزي لاسلیک پرې شوی، ښیي، چې د دې بنسټ د ۳۴ ولایتونو د ولایتي مرکزونو چارې ځنډیږي.
د سولې عالي شورا وایي، دغه پروګرام د سولې عالي شورا د یو لړ سمونونو لپاره تر سره کوي او له وړاندې پدې تړاو پرېکړه شوې وه.
د سولې عالي شورا ویاند اسد الله زایري وایي: خبره د لغو کولو نده، یوازې ولایتي هڅې ځنډول شوي؛ ځکه، چې مونږ د اړتیاوو له مخې یو بنسټیز پړاو تېر کړی او اوس د نویو بدلونو لپاره یو نوي پړاو ته وردننه شوي یو.
داسې باورونه هم شته، چې ولسمشر د مرکچي پلاوي د غړیو او د مشورتي بورد د تشکیلاتو له اعلام سره د سولې عالي شورا کارونه رد کړي او ښایي دا لدې کبله وي، چې د سولې عالي شورا غواړي د مسوولیتونو پیټی له اوږې لیرې کړي.
د افغانستان د اسلامي نهضت ګوند مشر سید اسحاق گیلاني وایي: د سولې عالي شورا د ولایتي دفترونو له تړلو سره خپل پخوانی حیثیت له لاسه ورکړی او د یو بې کاره دفتر په توګه به په مرکز کې پاتې وي.
د سولې عالي شورا د دې بدلونونو ځیږ اړخ له طالبانو سره د امریکا احتمالي پخلاینه یاده کړې. که څه هم د همدې کړکیچونو په پنځ( اوج) کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اوازه هم خپره شوې ده.
دا باور هم شته، چې د امریکایي ځواکونو وتل د سولې له خبرو سره بشپړ تړاو لري، چې ښه بېلګه یې د سیمې هېوادونو افغانستان، چین، ایران او روسیې ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفرونو روانه لړۍ ده.
سیاسي فعال جاوید فیصل وایي: که د پاکستان پالیسي بدلون ونکړي، د امریکایي ځواکونو وتل د افغانستان د سولې بهیر ته هیڅ ګټه رسولی نشي؛ ځکه، چې طالبان له مونږ سره جنګیدلي، جنګ کوي، جګړه یې روانه ساتلې او په راتلونکي کې به هم جنګیږي.
د افغانستان جګړه روانه ساتل ځینو ته ښه عایداتي سرچینه ده او دې حالت داسې ادعاوې هم را پورته کړي، چې همدا څېرې د خپلو عوایدو د ساتنې لپاره له طالبانو سره د حکومت د پخلاینې مخه نیسي.
د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي وایي: د افغانستان په نظام کې داسې ډلې شته که سوله وشي، روزي به پرې وتړل شي او واک و ځواک به یې پای ته ورسیږي. دوی له همدې جګړې خېټې مړوي، له بې امنۍ او بې قانونۍ ډوډۍ خوري؛ ځکه، نو دا ډلې د سولې پوره دښمنان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل بل پړاوویز سفر پیل کړي. دا ځل به هند ته هم ولاړ شي، چې د سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو تر منځ یوه اجماع را منځته شي.