تازه خبرونه

د حکومت مداخلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارې بې نظمه کړي- سیاسي بهیرونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېر سیاسي بهیرونه څرګندوي، چې د حکومت مداخلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارې بې نظمه کړې دي.

د تاکنو خپلواک کمیسیون د مسوولینو وینا ده، چې د ولسمشرۍ تاکنو ته د وري پر ۳۱ اویا سلنه چمتووالی نیول شوی؛ خو څو ورځې نه وې تېرې، چې کمیسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې د احتمالي ځنډ خبره راپورته کړه.

اوس ځینې سیاسي ګوندونه وایي، د حکومت مداخله د ولسمشریزو تاکنو د ابهام  یو لوی دلیل دی.

د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وایي: د کمیسیون زړه نا زړه کیدل ښيي، چې دوی په خپلو پرېکړو کې خپلواکه ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په پارلماني ټاکنو کې درغلیو وښوده، چې یاد کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو وس نلري.       

د تاکنو خپلواک کمیسیون یو پخوانی غړی وایي؛ تر هغې، چې په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې بنسټیز بدلون او سمون را نشي، د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډ هم نشي کولی مثبت پریوځي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي وایي؛ که د ټاکنو کمیسیون په رهبرۍ کې اصلاحات رامنځته نشي، فکر نکوم، چې له درې میاشتني ځنډ وروسته هم یادې ټاکنې ترسره شي.

د نوموړي په وینا؛ د ټاکنو کمیسیون او حکومت په خلکو کې خپل ګټلې باور له لاسه ورکړی او دوی نشي کولی، چې دا باور بیا ترلاسه کړي.         

د ټاکنو څاروونکي بنسټونه هم د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو اندېښنه لري.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي؛ دوی په خواشینۍ، چې د حکومت له کاسې اوبه څښي، حکومت هم دې ټاکنو ته اراده نلري او هڅه کوي، چې ټاکنې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.              

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، له نړیوالې ټولنې سره د سیاسي څېرو او ټاکنو د څاروونکیو بنسټونو مشورې روانې دي، چې ټاکنې وځنډول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي زیاتوي؛ مونږ هڅې کړي، چې په دې اړه مثبتې او اغېزمنې پایلې ولرو.     

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅه کوي، چې د کابل، بغلان او پکتیا ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام کړي او تر دې دمه د ۳۰ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شوې دي.

Trending

Exit mobile version