تازه خبرونه

د امنیت د ښه کیدو هیلې راټوکیدلي- کارپوهان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد کارپوهانو ویلي، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لپاره د سرپرستانو له ټاکل کیدو سره د امنیت د ښه والي لپاره هیلې را ټوکولي؛ خو دوی ته واکونه ورکړ شي، ښايي د هېواد په امنیت کې ښه والي راولي.

اسدالله خالد د دفاع وزارت او امراالله صالح د کورنیو چارو وزارت لپاره سرپرستان ټاکل شوي او دواړو د افغانستان د ملي امنیت ریاست چارې ترسره کړې دي.

دواړه سرپرستان د افغان ځواکونو په ګټه د جګړې د څرخولو ډاډ ورکوي.

اسدالله خالد له دې شعار سره چې: سر یې وهو سنګر یې نیسو؛ امنیتي ډګر ته راغلی او امرالله صالح بیا د جنایت کارانو پر ضد د بې رحمه وزیر صفت غوره کړی دی.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي: دواړه باید خپل شعارونه په عمل کې پلې کړي. دا کار کیدی شي په وضعیت کې ښه والی راولي؛ خو که په ژمنو کې لږ تېروتنه هم وشي، کومې پایلې ته رسیدلی نشو.

د ملي وحدت حکومت پر چارواکو داسې نیوکې هم شته، چې ګواکي واک یې انحصار کړی؛ خو پوځي کارپوهان بیا وايي، چې تازه ګومارل شوي کسان باید له بشپړ صلاحیت لرونکي وي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند ویلي، چې: دواړه څېرې د پاکستان او طالبانو پر ضد دي او د مدیریت له ځواکه هم برخمن دي؛ خو اړینه ده، چې صلاحیتونه هم وروسپارل شي.

امرالله صالح په لومړیو ګامونو کې پولیس سفارتونو ته له تګ منع کړل او پولیس نشي کولی د سفارتونو په اړوند مراسمو کې له نظامي لباس سره ګډون وکړي. دا ګامونه د پولیسو د وقار لپاره اخیستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: دا پروګرام د پولیسو د وقار او درناوي د ساتنې لپاره دی او مونږ یې نه یوازې بشپړه څارنه کوو، بلکې پلی کوو یې هم او له سرغړوونکیو سره به یې قانوني چلند تر سره شي.

دوی د وزارت ټولو پولیسو او ملکي کارکوونکیو ته خبر داری ورکړی، چې د رهبرۍ او جاسوسۍ ضد ادارې له خبرتیا پرته هیڅ سفارت ته د ننونو اجازه نلري.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version