تازه خبرونه

د سولې د خبرو اترو مشري باید افغانان ولري-هندي چارواکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هندي چارواکو له زلمي خلیل زاد سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر مالکیت او مشرۍ لاندې تر سره شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې هېوادونوته  پر سفر راوتلی او تېره ورځ یې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان د سولې پر سر خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو غوښتونکی دی.

ولسي جرګه د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیل زاد سفر بې ځایه بولي او وایي، د حکومت له استازیو پرته د سولې هڅې بې ګټې دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهمي وایي؛ سره لدې، چې زلمي خلیل زاد د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پيل کړي؛ خو افغانان نور لدې کوښښونو ناهیلې شوي او د حکومت له استازيو پرته دا خبرې بې ګټې دي.

په هېواد کې دننه هم باور دادی، چې لومړی باید په هېواد کې د سولې لپاره میکانیزم جوړ شي.

د نړیوالو چارو کارپوه عبدالغفار کامیاب څرګنده کړې؛ دا بې انصافي ښکاري، چې د سولې د خبرو لپاره د ګاونډ هېوادونو دروازې وټکول شي. مونږ باید په خپل کور کې د رښتینې سولې لپاره میکانیزم جوړ کړو او خنډونه له منځه یوسو.

د طالبانو پخواني چارواکي وايي؛ طالبان چمتو دي، چې له ناپېیلو عالمانو او سپین ږیرو سره خبرو ته کیني؛ خو پدې شرط ،چې لومړی بهرني ځواکونه له افغانستان حخه ووځي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي؛ طالبان دې ته ژمن دي، چې له بې طرفه عالمانو، بې طرفه سپین ږیرو، استادانو او د هرې خوا له  بې طرفه کسانو سره د افغانستان مشکل حل کړي.

د سولې عالي شورا د افغانستان په اړه د ګاونډ هېوادونو د دریځ  له بدلون خبر ورکوي او مسوولین یې وایي؛ پاکستان ژمنه کړې، چې دا ځل به په ټول توان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وایي؛ پاکستان داځل اړ دی، چې د امریکا د فشارونو، د اسلامي نړۍ د افکارو او د سیمې د غوښتنو له کبله د سولې په خبرو کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو د جنورۍ له اتمې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۱ پورې په سفر راوتلی او غواړي پر هند سربېره چین، پاکستان او افغانستان ته هم سفر ولري.

خبریال: اکبر لودین

Trending

Exit mobile version