تازه خبرونه

د سولې عالی شورا طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني- داوودزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا د دارالانشاُ رييس محمد عمر داوودزی وسلوال طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني.

په داسې حال کې، چې د نړۍ ستر او ځواکمن هېوادونه د افغانستان د سولې په اړوند فعال شوي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم لګیا دی د سیمې د هېوادونو همکاري خپلوي. د افغانستان د سولې هڅې هغه وخت ګړندۍ شوې، چې امریکا زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه او روسیې هم په مسکو کې پر افغان سولې غونډه جوړه کړه. تهران، اسلام آباد، دوحه، ریاض، تاشکند، دوشنبه، ابوظبۍ هم د افغان سولې لپاره لاس په کار شوي او له وسلوالو طالبانو سره په اړیکو کې دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاُ رييس عمر داوودزی وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره د امریکا او د سیمې د ځينو هېوادونو اړیکې د دې لپاره دي، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته قانع کړي.

د دغو خبرو له رتپورته کیدو سره سم د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب چین، عربستان او عرب اماراتو په سفر وتلی دی.

د ملي امنیت شورا د ویاند مرستیال طارق آرین وایي، چې  سعودي ته له روانیدو مخکې د ملي امنیت مشاور په ابوظبۍ کې د عربي متحده اماراتو د ملي امنیت له سلاکار او په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره بېلابېلې لیدنې کړي، چې په کې د افغانانو پر مشرۍ د سولې پر خبرو ټینګار شوی دی.

دغه راز ملا عبدالغني برادر، چې د زلمي خلیلزاد د هڅو په لړ کې د پاکستان له زندان څخه خوشې شوی دی، د یوشمېر راپورونو له مخې قطر ته تللی؛ خو سیمې ته د خلیلزاد د سفر په لړ کې قطر ته د د نوموړي سفر وسلوالو طالبانو په رسمي توګه ندی منلې.

سیاسي کارپوه نظر محمد مطمین وایي، چې طالبانو ته د مهالوېش له مخې د بهرنیو ځواکونو وتل مهم دي او امریکایانو تر دې دمه دغې موضوع ته پام ندی رااړولی.

د نوموړي په وینا؛ امریکایانو د ابوظبۍ او قطر ناستې هم ځنډولې دي.

حکومت هم د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړیدل مهم ګڼي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه سیمه ییزې اجماع ته اړتیا لري او مونږ د سیمې له هېوادونو غواړو، چې د تروریزم په وړاندې مبارزه کې له مونږ سره همکاري وکړي.

دا، چې د نړۍ دوه ستر قدرتونه امریکا او روسیه د افغانستان په سوله کې څه لټوي، پدې اړه کارپوهان وایي؛ که د افغان سولې په اړه سمیه ییزه اجماع رامنځته شي او عملي ګامونه پورته شي؛ نو لیرې نده، چې په افغانستان کې به سوله ټينګه او هوساینه رامنځته شي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version