تازه خبرونه
د سولې خبرې باید اوربند رامنځته او د وینو تویېدو مخه ونیسي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې ښاغلي حامد کرزي د طالبانو او امریکایي استازیو د سولې په خبرو کې له پرمختګه هرکلی کړی دی.
ښاغلي حامد کرزي ویلي، چې د سولې او امنیت خوندي کول د افغانستان د خلکو لومړیتوب دی.
د نوموړي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې خبرې باید تلپاتې اوربند رامنځته او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کول هغه مهال شوني دي، چې د افغانانو د خپلمنځیو هڅو په پایله کې ترې برخمن شو. پدې توګه به د سولې په پایله کې د یو متحد، خپلواکه او د ودې او پرمختګ پر لوري د روان افغانستان لرونکي واوسو.