تازه خبرونه

د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نده رامنځته شوې-سیاسي رهبران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیاسي رهبران اندېښنه ښیي، چې اوس هم د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نشته. یعنې حکومت د سیمې هېوادونه، نه دي قانع کړي، چې په کې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانانو تر منځ له خپلمنځي خبرو ورهخوا د سیمې د هېوادونو رول هم مهم بلل کیږي.

یو شمېر سیاستوال پر افغان چارواکو نیوکې کوي، چې ندي توانیدلي د افغان سولې د ملاتړ لپاره د سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړي.

د افغانستان د نهضت همبستګي ګوند رييس سید اسحاق گیلاني وایي؛ په خواشینۍ باید وویل شي، چې تر دې دمه د سولې په اړه سیمه ییزه اجماع نده رامنځته شوې او دا له نړیوالې هغې یو ډېر اړین بهیر دی.  

د سولې د بهیر له ګړندي کیدو سره همهاله د سیمې هېوادونو له کلونو راپدیخوا د همکارۍ ډاډ څرګند  کړی؛ خو د سیاستوالو په خبره په دې اړه عملي ګامونه پورته شوي ندي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وایي، چې د سیمې هېوادونه له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته وېره ښیي؛ اندېښمن دي، چې حکومت یې باید ځواب ورکړي.    

د سولې عالي شورا مني، چې اوس هم د سیمې هېوادونه د افغان سولې په اړه یوه خوله ندي؛ خو ولسمشر غني د سولې د سیمه ییزې اجماع لپاره عمر داوودزی خپل ځانګړی استازی ټاکلی او په دې اړه د بېلابېلو اندونو د همغږۍ هڅې کوي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زائیري وایي، چې ټولو هېوادونو د سولې له بهیره ملاتړ کړی؛ خو د سولې د بهیر په اړه بېلابېل اندونه وړاندې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سولې عالی شورا د دارالانشاه رییس او د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوود زی هڅه کوي، چې د سولې په اړه دغه بېلابېل اندونه همغږي کړي.   

لدغو هڅو سره همهاله واشنګتن هم د افغان سولې د سیمه ییزې اجماع لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي او دا دی زلمي خلیلزاد سیمې ته د همدې موخې لپاره پېنځم سفر پیل کړی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت مرستیال وایي؛ هڅې روانې دي، چې د افغانستان له سولې څخه د ملاتړ لپاره ګاونډ او د سیمې هېوادونه قانع کړو.

ولسمشر اشرف غني وایي، چې یو شمېر ګاونډ هېوادونه د هغه افغانستان غوښتونکي دي، چې(غني) په کې نه وي. افغانستان اوس خپل تدبیر موندلی او هغو په کې د خپلو ګټو خطر احساس کړی دی.

د ملي وحدت حکومت د سولې د سیمه ییزې اجماع لپاره د څو مهمو کنفرانسونو کوربتوب وکړ؛ دوه ځله په همدې موخه په کابل کې کنفرانسونه جوړ شوی او څه وخت وروسته به یې درېیم هغه هم جوړ شي. وګورو، چې لدې وروسته به دغې موخې ته ورسیږو او کنه.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version