تازه خبرونه
د سولې مشورتي لویه جرګه وځنډیده- د سولې عالی شورا
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د سولې عالي شورا وايي، چې مشورتي لویه جرګه د ژمي په موسم کې د روانو ننګونو له کبله وځنډیده.
د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهري زیاتوي؛ په جوړیدونکې لویه جرګه کې باید د افغانستان د ټولو اړوند سیمو خلک برخه ولري او ټول په کې خپل استازی وویني؛ خو نوموړي په هېواد کې سږني ژمي ته په نغوته کې د یادې شورا د دارالانشا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې اوسمهال د هېواد سړې څپې خلک له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي او د خلکو ټول استازي نشي کولی، چې په یاده لویه جرګه کې ګډون وکړي؛ نو د دې جرګې د ترسره کولو کمیتې پرېکړه کړې، چې یاده جرګه تر بلې خبرتیا وځنډيږي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې د سولې مشورتي لویه جرګه به د کب په وروستیو درې ورځو کې جوړه شي.