تازه خبرونه
د سولې له خبرو سره جوخت ښایي لنډمهاله اداره جوړه شي- تازه څېړنه
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوه تازه څېړنه ښیي، چې د سولې له خبرو سره جوخت ښایي لنډمهاله اداره جوړه شي.
په دوحه کې د امریکایانو او طالب استازیو د خبرو له حساس پړاو سره همهاله د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د تازه څېړنو پایلو څرګنده کړې، چې د سولې له هوکړې سره جوخت، څلور غوراوي پر میز ایښي، چې یو یې د ملي لنډ مهال حکومت جوړیدل دي.
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د سولې په خبرو کې باید پرمختګونه او لاسته راونې خوندي وي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی عمر صدر وایي؛ د حل یوه لار پاتې ده، چې نړیواله ټولنه پخپل هر اړخیز فشار موقت حکومت پر ښکېلو خواوو ومني؛ خو شرط دادی، چې دغه پړاو ته د ورتېریدنې عیني او ذهني شرایط برابر او پاملرنه ورته وشي. پرته لدې به ګډوډي وي نه موقت حکومت.
د دې څېړنیزې غونډې ځينې ګډونوال وايي؛ دا څېړنه له حکومته غواړي، چې د سولې بهیر ته پراخ نظر ولري او په دې لړی کې (میم زرما ټوله زما) نکړي.
د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین جاوید لودین وایي؛ د سولې بهیر بریا د یو ټینګاري(شله) حکومت لرل ندي، چې و غواړي هر کار پخپله وکړي. حکومت له نظام سره هم مساوي ګڼلی نشو، بلکې د نظام یوه برخه ده او تګ یې هم شونی دی.
سیاست وال دې څېړنې ته په غبرګون کې وایي، د سولې په خبرو کې باید د حکومت مشرتابه د پاتې کیدو په توګه اصل نه وي.
مدني مخکښ عزیز رفیعي وایي، اوسنۍ خبرې پر اوربند راڅرخي. د بېلابېلو دلایلو له مخې سولې ته رسیدل شوني ندي؛ خو باید اوربند ته ورسیږو، چې په کې سیاسي ثبات غوره دی.
له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوي یوه غړې وایي؛ د سولې په بهیر کې نړیوال، سیمه ییزاو کورنۍ سیالۍ د اندېښنې وړ دي.
له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوي غړې شاه ګل رضايي وايي، که طالبان وغواړي د حکومت او سیاسي نظام په نوم له یو څه سره خبرې وکړي؛ دا به د څو کلنې جګړې د پای ته رسولو معنا ولري، ځکه، چې دا د طالبانو سره کرښه ده او دا د مسکو ناستې په پرېکړه لیک کې په ډاګه شوې ده.
دا مهال طالبان او امریکایان په قطر کې پر خبرو بوخت دي او حکومت وايي؛ د یو پراخ بنسټه مرکچي پلاوي پر ترکیب کار روان دی، چې له طالبان سره خبرو ته چمتو شي.
خبریال: شاهپور فرهمند