تازه خبرونه

د سولې هوکړه لیک باید د افغان ښځو له حقونو ملاتړ وکړي- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې امریکایي استازی ټینګار کوي، چې د سولې هوکړه لیک باید د افغان ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.

په قطر کې د تړلیو دروازو شاته د مبهمو خبرو په لړ کې د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سولې هوکړه لیک باید د ښځو حقونه خوندي کړي او ښځې باید د افغانستان دننه د سولې خبرو یوه نه بېلیدونکې برخه وي.

د تازه خبرو له پیل مخکې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې لیکلي؛ د یوه افغان مشر(عبدالعلي مزاري) د تلین پر مراسمو برید، چې قربانیان یې ملکیان ول،  ښيي، چې د سولې یو جامع تړون باید تضمین وکړي، چې ترهګري د افغانستان په راتلوونکې کې هیڅ ځای نلري.

په قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ خبرې لس ورځنۍ شوې؛ خو تر اوسه دواړو لوریو د کوم پرمختګ په اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان د سولې پېنځم پړاو خبرې له نهو ورځو بحثونو وروسته پرون جمعه ودرول شوې؛ خو طالبان وایي، نن شنبه( د کب ۱۸) له یوې ورځنۍ دمې وروسته بېرته پیل شوې. دغه خبرې تېره دوشنبه( دکب ۱۳) پیل شوې دي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ خبرې اترې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر څرنګوالي ورانې شوي او ممکن شپږم پړاو ته ورننوځي.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي، چې طالبان او امریکایان د ځواکونو د ویستو پر مهالوېش کار کوي؛ خو تر دې دمه هوکړې ته ندي رسیدلي او کیدی شي روانې خبرې شپږم پړاو ته وردننه شي.

که څه هم طالبان خوشبین دي، چې د خبرو اترو په دې پړاو کې ښایي وروستۍ هوکړې ته لاسرسی ومومي؛ خو طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د همدې اوونۍ په دننه کې  د  دوحې خبرې پای مومي، او ښایي  شپږم پړاو خبرې هم د مارچ په وروستیو کې تر سره شي.

سیاسي فعال صدیق پتمن وایي؛ امریکایان غواړي په افغانستان کې لومړی له طالبانو سره خپل حساب او کتاب تر سره او بیا د ځواکونو د وتو پر مهالوېش او د طالبانو او حکومت پر خبرو هوکړې ولري.

د نوموړي په خبره؛ طالبان او حکومت باید د بهرنیو ځواکونو پر وتو یوې ګډې هوکړې ته ورسیږي، چې امریکایي ځواکونه ډادمن له افغانستان څخه ووځي.          

د طالبانو او امریکایانو د خبرو اترو پېنځم پړاو په پای کې ټاکل شوې وه، چې په دوحه کې د طالبانو او افغانانو تر منځ هم خبرې وشي؛ خو سرچینو ویلي، چې د افغانانو تر منځ د مذاکراتو د ځنډیدو احتمال هم شته.

سیاسي مخکښ شهزاده مسعود وایي؛ خبرې به هغه وحت غوره پایلې ته ورسیږي، چې د حکومت په ګډون ټول افغانان په خپلو کې کیني او پرېکړه وکړي.

داسې ښکاري، چې د قطر په روانو خبرو کې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې لپاره حل لار موندل له کږلیچونو ډکه او ډېره ستړې کوونکې ده.

Trending

Exit mobile version