تازه خبرونه

د حکومتي چارواکو حکومت ضد ائتلاف د ولسمشر له کمزوریو رامنځته شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، چې د ولسمشر د کمزورۍ له کبله یو شمېر حکومتي چارواکو حکومت ضد سیاسي ائتلاف جوړ کړی دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، چې د ولسمشر د کمزورۍ له کبله دغه ډول ائتلاف جوړ شو.

همایون همایون له ولسمشره غواړي، چې په دې اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي او له نوي ائتلاف سره تفاهم وکړي.

د جرګې یو شمېر نور غړي بیا وايي، چې ائتلافونه باید د ملي ګټو پر بنسټ رامنځته شي.

دوی وايي، که افغانان د بهرنیو دسیسیو پر خلاف یو موټی نه شي، پرمختګونه به له منځه ولاړ شي او هېواد به نور هم بحراني شي.

په ولسي جرګه کې د فراه استازې حمیرا ایوبي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو ائتلاف د هېوادني رنځ درملنه نشي کولی. په داسې حال کې ، چې دغه مشران په حکومت کې ځانګړې سیاسي او حکومتي برخه لري؛ ځکه ، نو د نظام په وړاندې باید نوی ائتلاف رامنځته نکړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی علي اکبر قاسمي وایي، له دې مخکې هم ائتلافونه جوړ شوي؛ خو چا د ملي ګټو پر ضد نه دي نومولي. په داسې حال کې ، چې دغو شخصیتونو دې هېواد ته خدمت کړی؛ اوس یې د ائتلاف په وړاندې مخالف دریځ نیول کیږي.

د ولسي جرګې غړیو د هېواد شرایط نازک وبلل او له ګوندونو او خلکو یې وغوښتل، چې یوالی وساتي.

Trending

Exit mobile version