تازه خبرونه

د سولې مشورتي جرګې ته د ګډونوالو د غوراوي لړۍ پیلیږي- احسان طاهري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې عالی شورا څرګنده کړې، چې په څو راروانو ورځو کې به د سولې مشورتي جرګې ته د ګډونوالو د غوراوي لړۍ پیل او ترسره شي.

حکومت د سولې طرحې د پلي کولو لپاره د سولې په مشورتي جرګه کې د خلکو له استازیو نظر غواړي.

د سولې عالي شورا وایي، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه به د خلکو رښتیني استازي په یوه روڼ بهیر کې وټاکل شي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري  وایي؛ کله، چې وایو په ولسوالیو او ولایتونو کې ټاکنې ترسره کیږي. دا پدې معنا ده، چې ولایتي شوراګانې او د ټاکنو ځانګړې کمیتې یې مدیریت کوي؛ خلک راټولیږي، څو کسان نوماندوئ او له ټاکلو وروسته ژر تر ژره اعلامیږي.               

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د دې لپاره، چې دا جرګه ګټوره پریوځي؛ باید سلیقوي او د چا د خوښې له مخې نه وي، ځکه د خلکو د استازیو د ټاکلو څرنګوالی په دې جرګه کې د  بحث وړ مساله ده.

د ولسي جرګې د دارالانشا مرستیال عرفان الله عرفان وایي، چې که د سولې مشورتي جرګه فرمایشي وي؛ فکر نه کوم، چې خلک یې ومني یا خپل اغېز ولري. که داسې وي، نو حکومت به هم  له نیوکو سره مخ کړي.                  

باور کیږي، چې که د جرګې د ګډونوالو په ټاکلو کې دقت وشي؛ دا به ګټور کار وي او د سولې راوستو لپاره به کارنده پریوځي.

د ولسي جرګې غړی سید علی کاظمي  وایي؛ کله، چې جرګه جوړه شي، ګوندونه، ډلې او اپوزسیون هم پرېکړې وکړي او په جرګه کې هم پوره شتون ولري؛ نو هیله ده، چې حکومت رښتیني استازي راوغواړي.

د سولې عالی شورا له دې مخکې ویلي وه، چې د سولې مشورتي جرګه کې به له دوه زره ډېر استازي برخه ولري.               

د سولې مشورتي جرګه، چې ټاکل شوې وه د کب په وروستیو درې ورځو کې جوړه شي؛ خو د سړې هوا او د یوې ټولیزې اجماع لپاره وځنډیده. اوس به ولیدل شي، چې دا جرګه د غویی پر نهمه تر سره کیږي او که نه.

 

Trending

Exit mobile version