تازه خبرونه

د سولې اوسنۍ خبرې د جګړې پای ته رسولو لپاره زمینه نه برابروي- سیماسمر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې اوسنۍ خبرې په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره زمینه نه برابروي.

د قطر پلازمېنه دوحه به د اپریل په میاشت کې د افغان سیاستوالو او طالب استازیو د خپلمنځي خبرو کوربه وي. دغو خبرو ته د خلکو هیلې ډېري او داسې انګیرنې کیږي، چې ښايي د سولې په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ريیسه  سیما سمروايي، چې که افغان سیاستوال او طالبان د قطر په جوړیدونکې غونډه کې هوکړو ته هم ورسیږي، باید د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه افغان حکومت وکړي؛ ځکه، چې یو اړخ طالبان او بل اړخ حکومت دی.

اغلې سیما سمر زیاتوي، چې د سولې په برخه کې انفرادي هڅو د جګړې د پای ته رسولو تصویر تت کړی دی.

د قطر غونډې ته د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون څخه څوک ندي غوښتل شوي؛ نو، ځکه د دغه کمیسیون مسوولین وېره څرګندوي، چې ښايي له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې بشري ارزښتونه بابیزه وګڼل شي.

د هالیود هنرمنده او د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سفیره انجلینا جولي وایي، چې په افغانستان کې زرګونه ښځې عامو ډګرونو ته راووتې؛ ځانونه یې له خطرونو سره مخ کړي، چې د ښځو او ماشومانو حقونه د سولې په اوسنیو خبرو کې ډاډمنې شي؛ خو تر اوسه دوی په خبرو کې برخه نلري.   

که څه هم د قطر خپلمنځي غونډه د مسکو د غونډې په دوام تر سره کیږي؛ خو اوس هم د دغې غونډې په باب ټول سیاستوال په یوه خوله ندي.

د حزب اسلامي ريیس عبدالهادي ارغندیوال وایي: مونږ پدې هیله یو، چې په کوم هېواد کې د سولې غونډې جوړیږي؛ خو دا هڅه نه کوو، چې د سولې هڅې پر ملي ګټو راوڅرخوو.

لدې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سپکو خبرداری ورکړی و، چې که په افغانستان کې د سولې له هوکړې وروسته له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې بندې شي؛ په افغانستان کې به بیا ګډوډۍ پیل شي.

خبریال: باعث حیات

 

Trending

Exit mobile version