تازه خبرونه
د سولې خبرو ته ملي پلاوي جوړیږي- عبدالله عبدالله
د حکومت اجرئیه رییس د سولې لپاره د یوه پراخ ملي پلاوي جوړول یوه اړتیا بولي او وایي، چې د یاد پلاوي جوړول به له دغه بهیر سره پوره مرسته وکړي.
ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړې؛ که څه هم د سولې هڅې له اندېښنو ډکې دي، خو خلک د تلپاتې سولې غوښتونکي دي او په دې اړه باید همغږي رامنځته شي.
د ښاغلي عبدالله عبدالله د څرګندونو له مخې؛ سیاسي شخصیتونه باید د سولې په خبرو کې په ګډه له اسلامي نظام او د خلکو له غوښتنو استازیتوب وکړي.
دغه راز نوموړی سوله او ټاکنې دوه بېلابېل بهیرونه بولي او وایي، چې که دواړه بهیرونه همهاله د ټینګار وړ وګڼل شي؛ ګټه به مو کړې وي. پرته لدې کیدی شي له دواړو بې برخې شو.
ښاغلي عبدالله پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار څرګند کړی او له ټولو بنسټونو یې وغوښتل، چې د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره له ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا؛ ټاکنیز بهیر به؛ ځکه ډاډمن وي، چې نوماندان به په کې له کوم خنډ سره مخ نشي او نه به څوک له دولتي آسانتیاوو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.