تازه خبرونه

د سولې پر ځای پر ځانګړیو هڅو ټینګار د حل لار نده- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ویديو کنفرانسونو له لارې د سولې خبرو جزئیات د پروان، جوزجان او بامیان ولایتونو له ځوانانو سره ګډ کړل او ځوانانو ته یې ډاد ورکړ، چې  د سولې خبرې به له خلکو پټې نه وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد پر ځانګړیو هڅو ټینګار کوونکي ګواښي او وایي؛ هیڅوک باید په یوه موزه کې دوه پښې وردننه نکړي او ونه وایي، چې خپله لار او یا جنګ.

هغه د دغه کار پایله په افغانستان کې څلوېښت کلن روان جنګ بولي او وایي، دا کار کمونستانو او مجاهدینو دواړو کړی دی.

په دې ویدیوي کنفرانس کې  د پروان والي فضل الدین عیار ویلي؛ مونږ هیله من یو، چې لاسته راوړنې مو تر پښو لاندې نشي او د سولې مالکیت دې هم د افغانانو وي.

خلیلزاد په کابل کې هم له حکومتي چارواکو او سیاستوالو سره په خبرو کې دی، چې د سولې د خبرو لپاره د یوه هر اړخیز پلاوي پر ټاکلو بریالي شي.

اجرائيه ريیس هم وايي، چې له خلیلزاد سره یې خبرې پر دې راڅرخي، چې څنګه د سولې د خبرو لپاره هر اړخیز پلاوی وټاکي.

ښاغلی عبدالله له خلیلزاد سره د سولې خبرو په اړه څرګنده کړې؛ دا، چې د سولې یو غږ څنګه، چېرته او په کومه توګه تمثیل شي او دا، چې کوم جوړښت له افغانستان څخه ښه استازیتوب کولی شي. همدارنګه پر مشورتي جرګې ډېرې خبرې ونه شوې؛ خو کیدی شي په راتلونکیو ورځو کې پرې خبرې وشي.  

زلمي خلیلزاد په کابل کې له یو شمېر سفیرانو او د ملګرو ملتونو له استازي سره د سولې پر دوه یم ګام، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې دي، غږیدلی دی.

د افغانستان د خلکو محور غړی معین معین وایي، چې که د هېوادوالو، سیاسیونو او حکومت تر منځ  د همغږۍ  اجماع رامنځته نشي؛ بیا، نو د سولې لټه په نورو هېوادونو کې یو بې ځایه هڅه ده.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي؛ خلیلزاد هڅه کوي، چې د سولې د مشورتي جرګې له جوړیدو مخکې حکومتي پلاوی د سولې پیغام له ځان سره قطر ته ولیږدوي؛ خو ولسمشر هڅه کوي، چې  جرګه جوړه شي او د جرګې پیغام قطر ته ولیږدول شي.

ولسمشر غني د دغو هڅو تر څنګ د سولې لپاره د لویې مشورتي جرګې ۱۹ کسیز کمیسیون ټاکلی دی. دغه جرګه به په کابل کې د ولسمشر د غوښتنې له مخې د غويي پر نهمه جوړه شي، چې موخه یې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې حکومت  ته مشوره ګڼل شوې ده.

خبریال: شهپور فرهمند

 

Trending

Exit mobile version