تازه خبرونه

د سولې مشورتي جرګې د ګډونوالو رالیږدول به راتلونکې اوونۍ پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیونه وایي؛ کابل ته له ولایتونو څخه د مشورتي جرګې د ګډون کوونکیو د را لیږد چارې راتلوونکې اوونۍ پیلیږي.

په کابل کې لس ورځې وروسته د ولسمشر اشرف غني له خوښې سره سمه د سولې مشورتي جرګه جوړیږي او له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د خلکو د استازیو نظرونه په کې را ټولیږي.

د سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیون وایی، د جرګې د تر سره کیدو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او له ولایتونو څخه کابل ته د جرګې ګډون کوونکیو د را لیږد چارې راتلوونکې اوونۍ پیلیږي.

د سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کميسیون ویاند علی کاظمي وایي: د دې لپاره، چې د افغانستان خلک د سولې، ثبات، همپالنې او همغږۍ غوښتونکي دي؛ نو، ځکه هیله من یو، چې د خلکو له خوښې سره سم ګټور ګامونه پورته کړو.   

یو شمېر سیاسي مخکښان د جرګې د تر سره کیدو په اړه خپلې اندېښنې لري او وایي، چې لوړو لګښتونو ته په کتو به دا جرګه هم د جګړو له پای ته رسیدو سره مرسته ونکړي.

سیاسي مخکښ مجیب خلوتګر وایي؛ دغه جوړښت یوه ټاکنیزه وسیله ده. دا، چې موخه سولې ته رسیدل ندي؛ نو سولې ته هم ګټه رسولی نشي.        

د سولې عالي شورا بیا ټینګار کوي او وایي، چې د دې جرګې لګښت د جګړې له لګښت لږ دی او په ټاکل شوې نېټه کې به جوړه شي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وایي: د سولې لګښت د جګړې په پرتله لږ دی او د سولې د ټینګیدو لپاره به لګښت هم بې ځایه نه وي.         

ټاکل شوې، چې د سولې مشورتي جرګه د روان ۱۳۹۸ لمریز لیږدیز کال د غویي پر نهمه تر سره شي.

Trending

Exit mobile version