تازه خبرونه

د سولې مشورتي جرګې له تحریموونکیو سره خبرې پیل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د  سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیون له هغو کسانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی ټاکلی، چې د سولې مشورتي جرګه یې تحریم کړې ده.

د سولې مشورتي جرګې جوړیدو ته چمتوالی بشپړ شوی؛ خو ځینو دولتی چارواکو او سیاسیونو جرګه تحریم کړې، چې په کې اجرائیه رییس، د ولسمشر لومړی مرستیال، د سولې عالي شورا رییس او د دې شورا ځینې مرستیالان هم راځي.

یاد کمیسیون وایي؛ هغو سیاسي څېرو، چې جرګه تحریم کړې یو شمېر یې اوس حاضر شوي، چې په دې جرګه کې برخه واخلي؛ ځکه، نو لدې سره به د مذاکراتو په تړاو د سیاسیونو تر منځ اجماع رامنځته شي.

د مشورتي جرګې د چمتوالي کمیسیون وایي؛ له هغو سیاسیونو سره خبرې پیل شوي، چې جرګه یې تحریم کړې ده. دوی به په دې جرګه کې ګډون وکړي او له طالبانو سره د مذاکراتو پر څرنګوالي هم اجماع رامنځته کیږي.

د سولې مشورتي  لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون غړی سریر احمد برمک وایي؛ له یوشمېر سیاسیونو سره، چې مونږ خبرې کړي په جرګه کې د ګډون ډاډ راکوي. هغو جبهو، چې خپل ګډون په کې تحریم کړی؛ درې– څلور کسان یې چمتو شوي، چې ګډون وکړي؛ خو له نورو سره به هم خبرې د جرګې تر ترسره کیدو روانې وي.            

ډلې ډلې کسان له بېلابېلو ولایتونو څخه په جرګه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي او راروان دي؛ تر اوسه شاوخوا زر تنه را رسیدلي او د نورو د رالیږدولو چارې هم روانې دي.

دوی له طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو یو لړ وړاندیزونه هم له ځان سره لري.

د مشورتي لویې جرګې غړی جنت خان څمکنی وایي، چې هرچا له ځان سره خپل پروګرام او وړاندیزونه راوړي او هیله من یو، چې په پای کې زمونږ وړاندیزونه ومنل شي.   

د مشورتي لویې جرګې غړي په بېلابېلو کمیتو کې د درې ورځو لپاره له طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو مشورې کوي او پایلې یې له دولت سره شریکوي.

دغه راز د مشورتي جرګې ځینې غړي وايي؛ تمه لري چې د جرګې په پای کې یې وړاندیزونه د حکومت او طالبانو لخوا ومنل شي.

د مشورتي لویې جرګې غړی محمد امیر ویلي؛ مونږ په دې تمه یو، چې که طالبان په رښتیا ځان افغان بولي باید د لویې جرګې پایله ومني.               

د ملي شورا له پرانیستل کیدو سره د ولسي جرګې نويو وکیلانو ته هم په مشورتي جرګه کې د ګډون بلنه ورکول کیږي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو د څرنګوالي اډانه جوړه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې مونږ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه تر سره کوو.         

مشورتي لویه جرګه ځینې له طالبانو سره د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د زمینې برابرونکې ګڼې؛ خو ځینې نور بیا وایي، چې تر سره کول یې بې ځایه لګښت دی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version