تازه خبرونه

د سولې مشورتې جرګه به د ۱۸ بنسټونو په نه ګډون جوړه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې مشورتي لویه جرګه به دوه ورځې وروسته د نږدې لس سترو سیاسي ګوندونو، اته ټاکنیزو ډلو د استازیو او یو شمېر نورو بنسټونو د استازیو په نشتون کې جوړه شي.

 هغه جرګه، چې غواړي د سولې په بهیر کې اجماع را منځته کړي؛ خو همداوس د جمیعت، جنبش، وحدت، ملي محاذ، د افغانستان متحد ملت ګوند او د افغانستان د نوي اساس ګوند په دې جرګه کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

د مشورتي لویې جرګې د چمتووالي کمیسیون وایي، له هغو سیاستوالو سره خبرې روانې دي، چې جرګه یې تحریم کړې ده.

هغه سیاسیون، چې په مشورتي لویه جرګه کې برخه نه اخلي وایي، لویه جرګه ناقانونه ده او موخې یې هم ګونګې دي.

د اجرائیه رییس دوه یم مرستیال محمد محقق له آریانا نیوز سره په خبرو کې وایي؛ ولسمشر غني د دې جرګې له لارې غواړي، چې خپله کاري دوره تمدید کړي، ټاکنیز کمپاین وکړي او د سولې روان بهیر کږې لارې ته وروتمبوي.        

عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، عبداللطیف پدرام، شهاب حکیمي، رحمت الله نبیل، فرامرز تمنا او نورالحق علومي د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان او ټاکنیزو ډلو مشران دي، چې په مشورتي جرګه کې یې د نه ګډون پرېکړه کړېده.

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د سولې عالي شورا رییس او ځينې مرستیالان او د پخلاینې عالي شورا ځينې غړي هم ګډون نکوي.

حامد کرزي د یوې اعلامیې په ترڅ کې له ولسمشر غني غوښتي، چې د سولې مشورتي جرګه وځنډوي او ده ته نږدې سیاسي څېرو هم جرګه تحریم کړې ده.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر هم ټینګار کوي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې به مشروعیت ونلري.  

د مشورتي  لویې جرګې د چمتووالي کمیسیون مرستیال ضیا الحق امرخېل وایي؛ د خوښۍ ځای دی، چې له ډېرو سره هوکړې ته رسیدلي یو او په مشورتي لویه جرګه کې به ګډون وکړي. هیله من یم، چې سیاسیون په جرګه کې ګډون وکړي.           

په دې ترتیب جرګه د ځینو جګپوړیو دولتي چارواکو، ځینو ګوندونو او سیاسیونو په نه حضور کې جوړیږي، کومه جرګه، چې په پای کې یې حکومت غواړي له طالبانو سره د خبرو اډانه رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version