پرمختګ او بشپړتیا

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو استازي هم ول- داوودزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې مشورتي جرګه، چې د طالبانو استازي هم په کې حاضر ول؛ د یوه درویشت ماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.

که څه هم طالبانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون رد کړې و؛ خو د جرګې د جوړیدو کمیسیون اوس وایي، چې د طالبانو استازي هم په دې جرګه کې حاضر ول.

د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو کمیسیون رییس محمد عمر داوودزی وایي، چې د هغو (طالبانو) استازي حاضر ول؛ دا، چې له کوم ځایه، څنګه او په کومه سطحه ول وروستۍ خبرې دي، چې وروسته به ترې خبر شئ!        

 د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو د سولې بهیر په تړاو په دې درویشت ماده ییز پرېکړه لیک کې خپلې غوښتنې او سپارښتنې حکومت، طالبانو او ښکېلو هېوادونو ته وړاندې کړې:

د سولې راوستو لپاره د جرګې د برخه والو ژمنتیا، د طالبانو لخوا د جګړو او وینو توییدنو پای ته رسول، د سولې او جګړې په تړاو د اسلام له اوامرو او  لارښوونو سمه اخیستنه، بېړنی او تلپاتې اوربند،

د اوسني نظام ساتنه، اساسي قانون ته درناوی او د اړتیا په صورت کې د سمو میکانیزمونو له لارې د قانون تعدیل، د وګړیو د حقونو پر رعایت ټینګار، د بیان آزادي خوندیتوب، ښوونې او روزنې، کار او عامه خدمتونو ته لاس رسی، د امنیتي بنسټونو ساتنه، په افغانستان کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر جوړیدل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش ټاکل، د سولې خبرو لپاره ځانګړې پته او د  سیاسي اجماع را منځته کیدل، د هغو هڅو مخنیوی، چې د سولې بهیر ورو کوي، د دواړو خواوو لخوا د باور جوړولو لپاره د بندیانو آزادول، د سولې په بهیر کې د ملي او نړیوالو هڅو  همغږي، د افغانستان په چارو کې له مداخله کوونکیو هېوادونو څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت، د سولې بهیر چټکتیا لپاره  د ملي اغېز لرونکیو آدرسونو هڅې، په سولې عالي شورا کې بنسټیز سمونونه، د ټول منلي مرکچي پلاوي ټاکل، د طالبانو د مشروع غوښتنو منل کیدل، د جرګې د برخه والو لخوا نورو خلکو ته د جرګې د پیغام رسول، د جرګې له غړیو او نورو اغېزلرونکیو بنسټونو سره د دولت کلکې اړیکې، د مشورتي جرګې پرېکړو ته له ښکېلو خواوو څخه د درناوي غوښتنه او په یوه رسمي سند کې د دې پرېکړه لیک چاپ او خپریدل؛ د مشورتي لویې جرګې د برخه والو اصلي غوښتنې وې.

د سولې مشورتي لویې جرګې رییس وایي، د سولې لپاره د مشورو پړاو تېر شوی او اوس د دې وخت را رسیدلی، چې د سولې لپاره پر بشپړ ځواک پرېکړه وشي.

د مشورتي لویې جرګې رییس عبدرب رسول سیاف زیاتوي، له ولسمشره غواړو، چې له خلکو مشورې واخلي او خپلسري کارونه ونکړي.     

د جرګې برخه والو له حکومت، طالبانو ګاونډ هېوادونو او نورو بهرنیانو وغوښتل، چې د جرګې غوښتنو ته درناوی وکړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه که څه هم له یو لړ مخالفتونو سره مخ وه؛ خو د څلوردېرش ولایتونو د ۳۲۰۰ استازیو په حضور کې د پېنځه ورځو لپاره( د غویی له ۹ تر ۱۳) د ولسمشر غني په غوښتنه جوړه شوه.

Trending

Exit mobile version