تازه خبرونه
د سولې مشورتي جرګې رخصتیو خصوصي سکتور زیانمن کړی
د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي، چې خصوصي سکتور او خلکو ته دې جرګې میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی او بښنه غوښتنه یې درد نشي دوا کولی.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې دولت باید د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي؛ دا سمه ده، چې جنګ دی او ستونزې دي، خو بښنه هم د خلکو د درد درملنه نده.
په کابل کې د تازه میوو د سوداګرو د ټولنې رییس اختر محمد احمدي ویلي، پلور مو له سل سلنې شل سلنې ته راټیټ شوی دی؛ بازارونه تړل شوي وه او ټول پلورونکي زیانمن شوي دي.
د کابل د تازه میوې په مارکیت کې زرګونه ټنه تازه میوې او سبزي پلورل کیږي؛ خو په وروستیو رخصتیو کې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ تاوان اوښتی او دوی له حکومته د تاوان غوښتنه لري.
د تازه میوې پلورونکی عبدالله ویلي، په یوه اوونۍ رخصتي کې یې ډېر تاوان کړی؛ د لارو بندیدو د دوی ډېر مالونه خراب کړي او حکومت دې تاوان ورکړي.
د یوې اوونۍ رخصتیو په کابل کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه ودرول او ډېرو کورنیو تاوان وکړ.
خبریال: سمیع جهش