تازه خبرونه

د سولې د هڅو تر څنګ باید ټاکنو ته هم چمتووالی ونیول شي- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې د سولې د هڅو تر څنګ باید ټاکنو ته هم چمتووالی ونیول شي.

د امریکا لومړیتوب سوله ده او که د افغانستان ولسمشریزې تاکنې؟! د دغې پوښتنې په تړاو د اندېښنو له پراختیا وروسته اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څو ورځو چوپتیا وروسته خپل ځواب وړاندې کړ.

ښاغلي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې؛ ځینو د نظر خاوندانو په دې ورځو کې داسې پوښتنې راپورته کړي، چې د امریکا لپاره څه لومړیتوب لري؟ سوله، چې هغه په هېواد کې د ثبات سبب شي، مونږ ته لومړیتوب لري؛ خو د سولې غوښتنه، د ټاکنو لپاره د افغانانو د چمتووالي مخه نشي نیولی. باید مخکې ولاړ شو؛ هماغسې سوله، چې افغانان یې وړ دي تعقیبوو او باید د رڼو ټاکنو لپاره پلان هم پر مخ ولاړ شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سوله، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او ثبات لپاره د یوې سیاسي حل لارې سبب شي؛ د امریکا له لومړیتوبونو ده، خو سولې ته د رسیدو غوښتنه د ټاکنو لپاره د افغانانو د چمتووالي په وړاندې هم خنډ ندی.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال فریدون خوځون وایي: مونږ ته سوله او ټاکنې دوه مهم بحثونه دي؛ ټاکنې د حکومت مشروعیت خوندي کوي او اړینه ده، چې دا بهیر تر سره شي او د سولې په اړه هم هڅې باید روانې وساتل شي او کله، چې چمتووالی رامنځته شو؛ سوله کوو.             

د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو ویلي؛ سولې ته رسیدل وخت غواړي او له همدې کبله د ستونزو د حل لپاره پخپل وخت د ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وایي، چې دواړه بهیره باید ترسره شي؛ خو دا، چې ټاکنو ته لاسرسی لرو او تر سره کول یې هم د افغانانو خپل کاردی؛ نو ښه به دا وي، چې د ټاکنو پر لوري ولاړ شو.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي، سوله ډېره اړینه ده او هیڅکله هم له ټاکنو تېریدلی نشو.         

دا، چې خلک په دې اړه څه غواړي؟ د کابل اوسیدونکې شکریه وایي، چې مونږ پخپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو غوښتونکي یو؛ ځکه، چې زمونږ د ستونزو د حل یوازنۍ لار همدا ده.

د کابل یو بل اوسیدونکي علی الله هم د ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کړی او وایي؛ ټاکنې د واک و ځواک د لیږد لپاره یوازنۍ لار ده، چې له کبله به یې د هېواد پر زخمونو مرحم کیښودل شي.          

لدې ټولو سره سره ټاکل شوې، چې د اته لس نوماندانو په ګډون ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې پر شپږمه تر سره شي.

Trending

Exit mobile version