Connect with us

تازه خبرونه

د سولې مشورتې لویه جرګه د سولې لپاره بې ګټې وه- سیاسي ګوندونه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځینې سیاسي ګوندونه وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې ډېر لګښت درلود؛ خو د سولې په بهیر کې بې ګټې وه.

د سولې مشورتي لویه جرګه پر ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک پای ته رسیدلې او ولسمشر یې د پرېکړو په اړه په ډاګه کړې وه، چې د دې جرګې وړاندیزونه به سولې ته د دولت د رسیدو د لارې نقشه او د عمل پلان وي!

پر جرګه پېنځه میلیون دالر ګښت راغلی؛ کابل یوه اوونۍ رخصت و، پانګوالو ته میلیونونه افغانۍ تاوان واوښت، یو ماشوم د لارې د بندیدو له کبله ومړ او سلګونه سرتېري او امنیتي منسوبینو یې د امنیت ساتنه وکړه؛ خو آیا پر لګښت او هڅو سربېره دې جرګې کومه مثبته پایله درلوده؟

د جنبش ملي اسلامي افغانستان مرستیال عبدالله قرلق یې په اړه وایي، چې د جرګې اصلي غوښتنې لکه اوربند، د مرکچي پلاوي ګمارنه او افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر رالیږدیدل ندي منل شوي او حکومت یې هم په اړه چوپ پاتې دی.

ولسمشر د لویې جرګې په پای کې په ډاګه کړې؛ د جرګې له غړیو سره به اړیکې روانې ساتي؛ چې تر څارنې لاندې یې غوښتنې پلې شي.

د جرګې غړيو ویلي؛  خبر ندي، چې کوم وړاندیز یې پلی شوی او که نه او نه چا ور سره بیا ځلي اړیکه نیولې ده!

د سولې مشورتي لویې جرګې منشي ویلي، د جرګې له پای ته رسیدو وروسته حکومت د جرګې له غړیو سره د خلکو د غوښتنو د پلي کیدو په تړاو هیڅ اړیکه نده نیولې.

د مشورتي لویې جرګې منشي عرفان الله عرفان څرګنده کړې: مونږ یوه ځانګړې جرګه ګۍ رامنځته کوو، چې د خپلو وړاندې شویو مشورو څارنه و کړو؛ ځکه حکومت تر دې دمه له مونږ سره اړیکه نده نیولې او هر څه یې هیر کړي دي.         

په ولسي جرګه کې د کابل استازی غلام حسین ناصري وایي؛ تمه وه، چې جرګه د سولې غوټه پرانیزي؛ خو تراوسه هیڅ غوټه نده خلاصه شوې او لګښت یې هم ډېر و.

اوربند، د بندیانو خلاصون، افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر رالیږدول او د مرکچي پلاوي جوړیدل هغه لویې غوښتنې وې، چې ندي پلې شوي.

د یادونې ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه چوپتیا غوره ګڼلې ده.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي د مس عینک کان له اړوند سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي او ور سره مل پلاوي د چارشنبې پر ورځ د غویی نولسمه د مس عینک کان له بېلابېلو سیمو او د عینک سیمې له لرغونو آثارو لیدنه وکړه.

لوګر ولایت ته په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي شهاب الدین دلاور سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د چین هېواد سفیر ژاو شینک، د MCC شرکت چارواکو، والي ضیاءالرحمن مدنی او د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال ملتیا کوله.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه یوه ناسته هم تر سره شوه، چې په کې د MCC شرکت چارواکو د مس عینک کان د سړک جوړولو، د لرغونو آثارو ساتنې د پلان د وروستي کېدو او د عملي کار د پیل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یاد شرکت چارواکو ویلي، چې د مس عینک کان د پروژې له عملي پیل سره به په سیمه کې لرغونو آثارو ته زیان ونه رسیږي.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي هم د دغې سيمې د لرغونو آثارو او د هغو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او د پروژې د کار د ګړندي کولو لپاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال هم د مس عینک کان د برښنا او اوبو رسولو په برخه کې د دې وزارت له همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ویل کیږي، چې د لوګر مس عینک کان تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره ۱۶ کاله پخوا لاسلیګ شوی دی؛ خو د دغه کان استخراج اوس هم ندی پیل شوی.

Continue Reading

تازه خبرونه

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۳)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب ويلي، چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د نورمحمد ثاقب د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه (چارشنبه د غویي نولسمه) شاوخوا ۲۳۰ حاجیان په لومړۍ الوتنه کې مدینې منورې ته ولېږدول شول.

نوموړي د افغان حاجيانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې ويلي، چې سږ کال يې حج کوونکیو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د نورو کلونو په پرتله د کاري کمیټې کارکوونکي سعودي عربستان ته مخکې لېږلي دي.

دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې حاجیانو ته په خطاب کې ویلي: ګرانو حاجیانو! تاسې په سعودي عربستان کې د افغانانو استازي یاست؛ نو دغه استازیتوب په ښه توګه ترسره کړئ.

عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هلو ځلو تېرو کلونو ته ورته سږ کال هم د حج ټول فعالیتونه په منظم ډول ترسره شوي دي.

له دې مخکې د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی و، چې سږ کال سعودي عربستان افغان حاجیانو ته ۳۰ زره سهمیه ورکړې ده.

ویل کیږي، چې آریانا افغان او کام ایر شرکتونو ته سږکال هم د افغان حاجیانو د لېږد او راستنولو مسوولیت سپارل شوی دی.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

تېر کال پر زړه د سوريو ۷۰۰ ماشومانو درملنه وشو – سره میاشت

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۳)

د افغانستان په سویل لویديځ کې سره میاشت ادارې ويلي؛ تېر کال يې پر زړه سوريو ٧٠٠ ماشومانو درملنه کړې او په پام کې ده، چې سږ کال د ١٥ زره اړوند ماشومانو درملنه وکړي.

سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیواله ورځ د بشریت ژوندي ساتلو تر سرلیک لاندې ولمانځل شوه. په دې مراسمو کې د رییس الوزار سیاسي مرستیال له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان هېر نه کړي، ځکه دا هېواد له اقتصادي ستونزو، زلزلو، طبیعي پېښو او کډوالو جبري شړلو سره مخ دی او اسلامي امارت نشي کولی دا ستونزې په یوازې سر حل کړي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي؛ نړیواله ټولنه باید افغانستان له بشري اړخه هېر نکړي؛ ځکه، چې بشري همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه وایي؛ بانکي بنديزونو او د مرستو کمېدو د افغانستان اقتصادي وضعيت پېچلى کړى او د اسلامي امارت فعاليتونه يې محدود کړي دي، نو باید د افغانستان شتمنۍ ازادې شي.

د مولوي عبدالکبیر د څرګندونو له مخې؛ د مرستو کمښت او د بانکي بندیزونو دوام د اسلامي امارت پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

د اسلامي امارت دغه چارواکي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام له مخې دوه اړخیزې اړیکې غواړي.

په افغانستان کې د سره صليب کمیټه هم د افغانستان له خلکو سره د دې بنسټ د فعاليتونو او همکاريو پر دوام ټينګار کوي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې رییسه کترینا ریتز ویلي: د سره صليب نړيواله کمیټه او افغاني سرې مياشتې ټولنه په ګډه کار کوي او غواړي، چې له زيانمنو شويو ټولنو سره مرستې وکړي، د دوی اساسي اړتياوې پوره او هغوی ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي.

افغانني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د مرستندویه بنسټونو پر وړاندې کومه ستونزه نشته او دوی کولی شي مرستې د هېواد لرې پرتو سیمو ته ورسوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!