تازه خبرونه

د تېلو پر تانکرونو وروستی برید ايران کړی- مایک پمپیو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، د متحده عرب اماراتو ساحل ته نږدې د تېلو پر تانکرونو وروستی برید ايران کړی دی.

د امريکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو زیاته کړې؛ د دې مياشتې په سر کې د دغه برید موخه په نړيوالو بازارونو کې د اومه تېلو د بيې لوړول ول.

ښاغلي پمپيو مخکې لدې، چې اروپا ته خپل سفر پيل کې پرون خبريالانو ته څرګنده کړه: د ايرانيانو دا هڅې د دې لپاره وې، چې په ټوله نړۍ کې د اومه تېلو بيه لوړه کړي.

لدې مخکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټون ويلي وه؛ اسناد او شواهد ښيي، چې ايران د تېلو تانکرونو په برید کې لاس درلود او بله اوونۍ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو پوښتنه وشوه، چې آيا ده دغه اسناد او شواهد کتلي؟ وويل هو! ده او بولتُن دواړو دغه اسناد کتلي دي.

ايران په هغو بریدونو کې خپل دخالت رد کړى او دا يې «شرموونکي» تورونه نومولي دي.

Trending

Exit mobile version